دپاکستان په فیصل آباد کې څلور ترهه ګر هلاک شول
جماعت الاحرار ، سپاه صحابه ، جنګوی لښکر او طالبانو پشمول یو شمیر ترهه ګرو ډلو په پاکستان کې دعامو خلکو ژوند تریخ کړی او کلونه کلونه کیږی چې په دغه هیواد کې ځینو حکومتی اورګانونو او مسئولانو په ملګرتیا او ملاتړ سره داسې کومه ورځ نشته چې په دغه هیواد کې جنایتونه ونه کړی . او دا حکومتی ، قضائی اوپوځی چارواکی ا و اورګانونه دی چې په دې اړه جدی او سخت اقدامات نه کوی او د دغه هیواد خلک ئې دترهه ګرو په رحم وکرم پریښودلی دی .
زمونږخبریال له اسلام اباده راپورراکړ د پآکستان دپنجاب صوبې دفیصل آباد ښار پولیسو په یولړ عملیاتو کې په موټر سائیکلو سوارو یو شمیر کسانو ته د دریدا امر وکړ چې هغوی هم پر پولیسو ناتار ډزې پیل کړې ، البته په موقعې د پولیسو په ځوابی ډ زو کې له موټر سائیکل سوارو چې د جماعت الاحرار ترهه ګرې ډلګۍ غړی وو،څلور تکفیری ترهه ګر هلاک او درې نور ئې هم په تښتې کې بریالی شوی دی .
پولیسو وئیلی دی ، له دغو ترهه ګرو یو شمیر وسلې، مهمات او چاودیدونکی توکې هم کشف ا وضبط شوی دی .