دپاکستان لومړی وزیر په سترې محکمې نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i60359-دپاکستان_لومړی_وزیر_په_سترې_محکمې_نیوکه_وکړه
زمونږخبریال وایی دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې په ایوب سټیډیم کښې دپښتونخوا ملی عوامی پارټۍ یوې (۱)سترې غونډې ته په وینا کښې وویل چې د احتساب په نوم انتقام اخیستل کیږی او زیاته یې کړه چې مونږ یوه (۱)روپۍ هم نه ده غلا کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2017 01:07 Asia/Kabul
  • دپاکستان دبلوچستان صوبې دمرکز کویټه خلک تل داساسي قانون احترام کوي .
    دپاکستان دبلوچستان صوبې دمرکز کویټه خلک تل داساسي قانون احترام کوي .

زمونږخبریال وایی دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې په ایوب سټیډیم کښې دپښتونخوا ملی عوامی پارټۍ یوې (۱)سترې غونډې ته په وینا کښې وویل چې د احتساب په نوم انتقام اخیستل کیږی او زیاته یې کړه چې مونږ یوه (۱)روپۍ هم نه ده غلا کړی .

هغه وویل کله چې مونږغلا نه ده کړی نو بیا څرنګه یولومړی وزیر له کاره لیرې کیږی .

دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف وویل مسلم لیګ نوازشریف څانګه او پښتونخوا ملی عوامی پارټۍ یوه (۱)نظریاتی اړیکه لری او زه په دې خبرې ډیر ویاړکوم او زیاته یې کړه چې شهید عبدالصمد اچکزی هم هیڅکله د نظریې په اړه سازباز ونکړ .

نوازشریف وویل دپاکستان دبلوچستان صوبې دمرکز کویټه خلک تل داساسی قانون احترام کوی او د دیکتاتورۍ مقابله یې کړی ده او زیاته یې کړه زه غواړم چې ټوله سیمه پرمختګ وکړی او محمودخان اچکزیی هم زما په لاره روان دی .