د پاکستان خارجه وزارت د ټرمپ تصمیم وغانده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i60679-د_پاکستان_خارجه_وزارت_د_ټرمپ_تصمیم_وغانده
د پاکستان خارجه وزارت د صهیونیسټی رژیم د پایتخت په توګه د بیت المقدس په رسمیت پیژندلو کی، د امریکی د ؤلس مشر فیصله وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 07, 2017 08:57 Asia/Kabul
  • د پاکستان خارجه وزارت د ټرمپ تصمیم وغانده

د پاکستان خارجه وزارت د صهیونیسټی رژیم د پایتخت په توګه د بیت المقدس په رسمیت پیژندلو کی، د امریکی د ؤلس مشر فیصله وغندله.

د ایرنا د راپور سره سم، د پاکستان خارجه وزارت تیره شپه، په یوې بیانیه کی همداراز اعلان وکړ؛ اسلام آباید د اسرائیلو د پایتخت په توګه د بیت المقدس په رسمیت پیژندلو کی، د امریکی د ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» عجولانه او نه سنجول شوئ اقدام، د نړیوالو حقوقو  او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو، څرګند پایمالول بولی. 

د پاکستان د خارجه وزارت په بیانیه کی، پدی په ټینګار سره چی، د ټرمپ نه سنجول شوئ اقدام، د سیمی سوله او امنیت په خطر کی اچوی؛ همداراز د امریکی له مقامونو غوښتل شوی دی؛ له هر ډول اقدام څخه چی د قدس شریف قانونی او تاریخی وضعیت ته بدلون ورکوی، مخنیوی وکړی او پدی هکله د ملګرو ملتونو په پریکړه لیکونو پابند اوسی.