د امریکې مخ په زیاتېدو دباونه
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې په پرونۍ (۳۱-۱۲-۲۰۱۷) ګڼه کښې د دغه هېواد د مشهور لیکوال نصرت مېرزا په قلم لیکلې شوې مقاله کښې راغلی دی چې امریکې په افغانستان کښې د فوځی اډو په جوړولو سره خپل هغه هدفونه او مقاصد ترلاسه کړل چې د څه لپاره یې په افغانستان حمله کړې وه.
خپلې نوې وسلې یې وزمائلې، په لکونو افغانان یې د مرګ کومی ته ولېږل او د افغانستان بیا رغونه یې هېره کړې ده. په افغانستان کښې د امریکې نهۀ (۹) نوې اډې جوړې شوې دی او له دغو اډو څخه په استفادې سره پاکستان، ایران، چین، روسیه او د مېنځنۍ اېشیا هېوادونه تر نظر لاندې ساتلې او په دغو هېوادونو کښې فوځی یا ضربتی عملیات کولې شی.
خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره په دغو اډو کښې یوازې یولس زره امریکائی ځواکونه کافی دی او امریکې په افغانستان کښې د دغه هېواد لپاره د خپلې سټراټیجۍ په بنیاد د هند رول هم ټاکلے دے او هند هم دا غواړی چې پاکستان له دواړو خوا تر دباو لاندې راشی. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسون پاکستان ته په خپل سفر کښې چې د تېر دسمبر په ۱۲ نېټه ترسره شو وویل، پاکستان که ترهه ګری ختمه نه کړی نو کېدې شی ترهه ګر په اسلام آباد هم حمله وکړی، پاکستان ځواب ورکړ چې دغه هېواد پوهیږی چې څه ډول به له ځانه دفاع کوی، له دې وروسته د امریکې ولسمشر ټرمپ د دسمبر په ۱۵ نېټه په دې اړه د امریکې سېنېټ ته یو سند وړاندې کړ چې پاکستان په اوس حال کښې له امریکې سره ملګرتیا کوی او که ملګرتیا یې ونه کړه نو پکار دی د دغه هېواد په خلاف مناسب اقدامات ترسره شی. هغه وویل چې حقانی نېټ ورک په پاکستان کښې د پټېدو محفوظ ځایونه لری. پاکستان پکار دی هغه ځایونه تباه کړی او له دغې ترهه ګرې ډلې سره دې خپله ملګرتیا ختمه کړی، په داسې حال کښې چې پاکستان وائی د حقانی ډلې په خلاف یې اقدامات ترسره کړی دی او نور په پاکستان کښې هیڅ ترهه ګره ډله پناهځاے نه لری.
له دې وروسته د امریکې د ولسمشر مرستیال مائېک پېنس وویل: پاکستان ته اطلاع ورکړې شوې ده چې له امریکې سره د ملګرتیا له لارې ډېر څیزونه تر لاسه کولې شی او د نه ملګرتیا په صورت کښې ډېر څه له لاسه ورکولې شی چې دا د امریکې یوه خطرناکه طریقه ده.
ټرمپ یو وخت ویلی وو چې هغه کولې شی د خپلو خاصو ځواکونو له لارې د برېښنا په چټکتیا سره په هر هېواد کښې چې ضروری وی ضرتبی عملیات ترسره کړی او د هغه په قول دغه عملیات به داسې وشی چې رسنې کله خبریږی نو خاص امنیتی ځواکونه به له ګوزار ورکولو وروسته خپل اصلی مرکز ته ستانه شوی وی.
له دې نه علاوه له پېنټاګان څخه یو رپوټ افشاء شوے ؤ چې پاکستان د هند او افغانستان لخوا هم کېدې شی د حملې هدف وګرځی او د امریکې خاص ځواکونه JSOCچې له تېرو څلورو کلونو راهسې په پاکستانی سیمو کښې مشقونه کوی دغه ځواکونه د پاکستان د اېټمی تاسیساتو د تباه کولو لپاره په افغانستان کښې له خپلو فوځی اډو څخه دغه تاسیسات د خپلو حملو هدف ګرځولې شی. که څه هم په ظاهره دا هسې لېونډوله دړکه ښکاری خو په افغانستان کښې د امریکې اډې د زمکې په ډېره ژورتیا کښې او له اېټمی حملې څخه محفوظه جوړې کړې شوی دی.
پاکستان په دې وجه امریکې ته سخت ځواب ورکړے دے چې هغه کسان چې پاکستان د ترهه ګرو ملاتړے بولی خپله له داعش څخه ملاتړ کوی او پاکستان په خپله نیوکه کښې ویلی دی چې هغه داعشیان چې په سوریې او عراق کښې یې ماتې خوړلې ده امریکې هغه افغانستان ته منتقل کړی دی چې د هغوی په ذریعې سره د پاکستان او چین ترمېنځ اقتصادی کورېډور پروګرام ګډ وډ کړی. ځکه چې امریکې په ډاګه ویلی دی چې اقتصادی کورېډور د امریکې د ملی ګټو په خلاف دے، امریکه د چین اقتصادی پرمختګونه په خپل تاوان بولی. چین د امریکې د اقتصادی سېسټم په مقابل کښې د برېکس هېوادونو یعنې برازیل، روسیې، چین، هند او جنوبی آفریقې په قالب کښې نوے سېسټم رامنځته کړے دے چې دا د پېسو د نړیوال صندوق متبادل کېدې شی.
امریکه چې د پخوانی شوروی له دړې وړې کېدو وروسته ځان یوازېنے سوپر طاقت بولی د روسیې له بیا راژوندی کېدو څخه هم اندېښمنه ده. له دې نه علاوه امریکه ویریږی چې بېنکی معاملات د ډالر په مقابل کښې د نورو هېوادونو د مروجو پېسو په ذریعې سره شروع شوی دی، لکه وېنزوېلا، ترکیه، چین، ایران او څو نور هېوادونه په دې لټه کښې دی چې ځانونه له ډالره خلاص کړی او په همدې وجه امریکه لګیا ده داعش په افغانستان کښې ځاے پرځاے کوی او د دغې ډلې په ذریعې سره د چین هغه ټول کوششونه چې امریکه یې د ځان په خلاف بولی ناکامول غواړی. دا په داسې حال کښې دی چې دا پاکستان دے چې په تېرو اویا کلونو کښې تل د امریکې په خدمت بوخت ؤ او د مالی مرستو په خاطر په سیمه کښې د امریکې د سیاستونو اجرا کونکے ؤ. د طالب ډلې، القاعدې او حتی د داعش ډلې په جوړولو کښې دا پاکستان ؤ چې له امریکې سره یې ملګرتیا وکړه او په افغانستان باندې په حمله کښې هم دا پاکستان ؤ چې د امریکې د ډالرو په مقابل کښې خپله هوا او زمکه یې په افغانستان باندې د حملې لپاره د امریکې په اختیار کښې ورکړی وو.
---------