دکونړ مرستیال والی په پاکستان کې خوشی کړی شو
د افغانستان په ختیځ کې د کونړ د والي مرستیال چې په پاکستان کې برمته شو و له دریو میاشتو وروسته خوشی شو.
د تسنیم خبري اژانس د ننني راپور له مخې محمد نبي احمدي چې کابو درې میاشتې مخکې په پيښور کې تښتول شوی و خوشی شوی دی.
ویل کیږي چې هغه له خوشي کیدو وروسته ننګرهار ته رسیدلی دی.
د ویلو ده کابو درې میاشتې مخکې د دغه افغان دولتي مقام کورنۍ په پیښور کې د افغانستان کونلسیټ ته دهغه د تښتول کیدو خبر ورکړ خو په دغه ښار کې امنیتي مقاماتو په دغه پیښې ناخبري څرګنده کړې وه.
په پیښور کې د افغانستان د کونسلر د مرستیال په وینا د کونړ د والي مرستیال د علاج لپاره پیښور ته تللی و.
له دې مخکې د ۱۳۹۴ کال په ورستیو کې د هرات پخوانی والي فضل الله واحدي هم په پاکستان کې تښتول شوی چې له دوو اونیو وروسته خوشی شو.