پاکستان کښې د امریکې خلاف سترې مظاهرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62789-پاکستان_کښې_د_امریکې_خلاف_سترې_مظاهرې_وشوې
د پاکستان خلکو د اسلام آباد پر حکومت د امریکې د تورونو په غبرګون کښې مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 06, 2018 09:38 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د امریکې خلاف سترې مظاهرې وشوې

د پاکستان خلکو د اسلام آباد پر حکومت د امریکې د تورونو په غبرګون کښې مظاهرې وکړې.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان د چمن سیمې زرګونو خلکو پرون، ترهګرو ته د پناه ورکولو په هکله د پاکستان پر حکومت د امریکې د تورونو په غبرګون کښې د مظاهرو په کولو سره د امریکې بیرغ وسوزوه.

پاکستاني مظاهره چیانو د امریکايي ضدو شعارونو په ورکولو سره وویل چې د پاکستان خلکو د امریکې مالي مرستو ته هیڅ ضرورت نه لري.

مظاهره چیانو همداشان وویل چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستاني ولس د ګواښلو حق نه لري.