د نواز شریف په څرګندونو د طالبانو ملنډې وهل
طالبانو د پاکستان د لومړی وزیر په څرګندونو پورې ملنډې وهلی او د نواز شریف د کور دروازې ته د جنګ د رسیدا خبره کړی
هغو طالبانو چې وړمه ورځ په لاهور کښې د خونړی چودنې پړه پر غاړه اخیستی نن په ټیوټرکښې د دغه مطلب په خپرولو سره چې جنګ اوس ستا د کور ورهُ ته رسیدلې دی،د پاکستان په لومړی وزیر پورې ملنډې ووهلې.
د فرانس پریس اژانس له راپور سره سم،نوازشریف پرون په خپلې وینا کښې ژمنه وکړه چې د پنجاب صوبې په مرکز د حملې غچ به واخلی او ترهګر زمونږ هوډ تر اغیز لاندې نه شی رواستلی او دترهګرۍ ګواښ تر پوره ختمیدا پورې به مبارزه دوام ومومی.
په طالبانو پورې د یوې پییلی ډلګۍ ویندوی احسان الله احسان نن په خپلې تیوټر پاڼه کښې د نواز شریف څرګندونې مسخره کړی او ویې لیکل:په لاهور له حملې وروسته نوازشریف ددې لپاره چې خلکو ته د دروغو ډاډ ورکړی،پخوانیو کیسو ته مخه کړی او باید پوه دې شی چې جنګ اوس د هغه دکور دروازې ته رسیدلی دی.
په لاهور کښې وړمه ورځ د مسیحیانو د پاک اختر په ورځ مرګونی حملې د امنیت د ټینګولو په باب د پاکستانی چارواکو وعدو ته سخت ګوزار ورکړ.