دپاکستان په لاهور ښار کې پنځه ترهه ګرهلاک شول
Mar 30, 2016 09:14 Asia/Kabul
دپاکستان پولیسو اود ترهه ګرۍ ضد ځواک په لوړعملیاتو کې دپنجاب صوبې په مرکز لاهور کې په یوه کور په عملیاتو کې له وسله والو ترهه ګرو سره ونښتل چې په ډزو کې ئې دغه پنځه واړه ترهه ګرهلاک کړل او دهغوله دغه پټنځایه یوشمیر کلاشنکوف ، لاسی بمونه ، تجهیزات او زیات شمیر چاودیونکی توکی هم کشف اوضبط شول
زمونږ خبریال راپورراکړ دلاهورپشمول په درست پنجاب صوبې کې دترهه ګرو په ضد پاکونکی عملیات هاله پیل شول چې دتیرې یکشنبې په ورځې دلاهور په ګلشن اقبال پارک کې یوه ځان مرګی جنایتکار په حملې کې د ۲۹ماشومانو پشمول ۷۴کسان ووژل شول او څه دپاسه درې سوه نور هم ټپیان شول .