په پنجاب کې د زینب واړې ماشومې وحشی قاتل ونیول شو
اوه کلنه زینب کابو لس ورځې مخکې یوه وحشی ډوله کس له ځان سره ملګری کړې وه او پر دغې واړې ماشومې ئې له تیری وروسته په بوږنونکی ډول وژلې وه چې دغې چارې په درست پاکستان کې سخت غبرګونونه راپارولی وو ،بلاخره هم جنایت کار او وحشی قاتل دقانون په منګولو کې ګیر شو او ډیری شناندی دا وائی که دپاکستان چارواکی اوقضائی ادارې دغه وحشی کس له قاتل ثابتیدا وروسته سملاسی سزا کړی ، نو ممکنه ده دغه شان وحشی ډوله جنایتونو مخه به ونیول شی .
زمونږخبریال د دنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان دپنجاب پولیسو ادعا کړې ، چې دقصور ښار دیوږنونکی غمیزې دقربانی واړې ماشومې زینب وحشی قاتل چې عمران نومیږی ئې نیولی او دهغه د ډی این اې آزموینې ښئ چې جنایتکار له تیری وروسته هغه ماشومه وژلې ده .
پولیسو وئیلی دی ، عمران نومې قاتل ئې بیګا شپې نیولی دی او دغه راز له هغه پلټنې روانې دی ، البته د هغه د ډ ی این اې آزموینه ښئ چې قاتل دی او د زینب ماشومې دکو څې اوسیدونکی دی . پولیسو دا هم وئیلی دی چې په دغې پیښې کې ئې دیوزر پنځوسو کسانو ډی این اې آزموینې کړی دی . دغه قاتل له دې مخکې هم نیول شوی ؤ او له پلټنو بیرته خوشی کړائ شوی ؤ ، له خوشی کیدا وروسته بل ښار ته تللی ؤ البته څو ورځې وروسته ئې خپله څیره بدله کړې اوبیرته قصور ته ستون شوی ؤ، چې بیا دپولیسو منګولو ته ولوید.
داپه داسې حال کې دی چې اوه کلنه زینب کابو لس ورځې مخکې یوه وحشی ډوله کس له ځان سره ملګری کړې وه او پر دغې واړې ماشومې ئې له تیری وروسته په بوږنونکی ډول وژلې وه چې دغې چارې په درست پاکستان کې سخت غبرګونونه راپارولی وو ،بلاخره هم جنایت کار او وحشی قاتل دقانون په منګولو کې ګیر شو او ډیری شناندی دا وائی که دپاکستان چارواکی اوقضائی ادارې دغه وحشی کس له قاتل ثابتیدا وروسته سملاسی سزا کړی ، نو ممکنه ده دغه شان وحشی ډوله جنایتونو مخه به ونیول شی .