عمران خان دې استعفا ورکړي
عمران خان ویلي وو چې له داسې یو پارلیمانه باید استعفا ورکړی شي او په داسې ټول کښې پاتې کیدل د شرم وړ دي.
د پاکستان په قومي اسمبلۍ کښې د حزبِ اختلاف مشر د عمران خان د استعفا ورکولو غوښتنه وکړه.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان په ملي پارلیمان کښې د اپوزیشن مشر او د پاکستان پیپلز پارټۍ لوړرتبه غړي خورشید شاه پرون وویل: د تحریک انصاف مشر عمران خان دې پر خپلې ژمنې عمل وکړي او استعفا دې ورکړي.
خورشید شاه د خپلې او د پاکستان په قومي اسمبلۍ (پارلیمان) کښې د خپل ګوند د استازو د استعفا د لاسلیکونو د راغونډولو په لړ کښې د عمران خان اقدام یوه سیاسي لوبه وبلله او زیاته یې کړه چې که هغه په رښتیا داسې کومه اراده لري نو په عمل کښې دې ثابته کړې او خپله استعفا دې د پاکستان د پارلیمان مشر ته وړاندې کړي.
د پاکستان د پیپلز پارټۍ دغه غړي د قومي اسمبلۍ خلاف د عمران خان په څرګندونو باندې په نیوکې سره هم وویل: د پاکستان پارلیمان د هیواد د خلکو د حقوقو دفاع کوي او عمران خان له په پارلیمان نیوکه نه وه پکار.
عمران خان ویلي وو چې د پاکستان د پارلیمان په هکله ترټولو وړه خبره چې استعمالولی یې شو د (لعنت) خبره ده. هغه ټینګار کړی و چې له داسې یو پارلیمانه باید استعفا ورکړی شي او په داسې ټول کښې پاتې کیدل د شرم وړ دي.