د افغانستان په جنګ کښې د امریکې سیاستونو ماتې خوړلې ده
اسلام آباد شک نه لري د افغانستان د ستونزو د هواري یوازنی لاره د طرفینو ترمینځ خبرې اترې دي.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د افغانستان په جنګ کښې د امریکې سیاستونه د ماتې سبب شوې دي.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې محمد فیصل نن په افغانستان کښې د امریکې جنګ جوړونکو سیاستونو ته په اشارې سره وویل: د افغانستان په خاوره کښې پوځي عملیاتو بشپړه ماتې خوړلې ده.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه: اسلام آباد په افغانستان کښې د امنیت د تامینولو او د سولې د ټینګولو په لړ کښې د دغه هیواد د حکومت د هرډول اقدام ملاتړ کوي.
هغه ټینګار وکړ چې اسلام آباد شک نه لري د افغانستان د ستونزو د هواري یوازنی لاره د طرفینو ترمینځ خبرې اترې دي.
محمد فیصل زیاته کړه: پاکستان هم د افغانستان لخوا یولړ اندیښنې لري چې باید ختمې شي او اسلام آباد لاهم د افغانستان په خاوره کښې له موجودو ترهګرو ډلو زیان ویني.