پاکستان له حقانی سره اړونده ۲۷تورن دکابل چارواکو ته سپارلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i64561-پاکستان_له_حقانی_سره_اړونده_۲۷تورن_دکابل_چارواکو_ته_سپارلی_دی
ډیری شناندی او کارپوهان وائې دپاکستان او افغانستان لوړپوړو چارواکو ته پکار ده ، پخپلو کې په دې باب سره جدی خبرې اترې او کوټلی ګامونه پورته کړی او دریم ګړی ته دې دا فرصت ورنکړی څو په خړو اوبو کې کبان ونیسی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 31, 2018 05:17 Asia/Kabul
  • پاکستان له حقانی سره اړونده ۲۷تورن  دکابل چارواکو ته سپارلی دی

ډیری شناندی او کارپوهان وائې دپاکستان او افغانستان لوړپوړو چارواکو ته پکار ده ، پخپلو کې په دې باب سره جدی خبرې اترې او کوټلی ګامونه پورته کړی او دریم ګړی ته دې دا فرصت ورنکړی څو په خړو اوبو کې کبان ونیسی .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ، دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی  محمد فیصل   په همداوروستیو کې پخپل ټولنیز پیغام کې  لیکلی دی ،پاکستان  دترهه ګرۍ په ضد  په جنګ کې د خپلو  شپږزره  امنیتی مامورانو اوپشمول  کابو پنځه اویا زره   ښاریز قربانی کړی دی ، او   دترهه ګرۍ په ضد  مبارزه هماغه راز دوام لری .

  د پاکستان دخارجه وزارت ویندوی  وئیلی دی ،  داسلام اباد حکومت  په تیر نومبر میاشت کې  دافغانستان حکومت  ته  هغه  اوه ویشت تورن کسان سپارلی چې  له طالبانو اوحقانی ترهه ګر چینل سره په   ارتباط تورن وو .

د  پاکستان دخارجه وزارت  د ویندوی  دغه څرګندونې  په داسې حال کې  بیانیږی چې  په همداوروستیو کې   په کابل کې   په پرله پسې  یوشمیر چاودنو  او حملو کې  په سلګونو کسان وژل شوی  او دغه راز  په سلګونو نور ټپیان شوی دی  او د افغانستان   لوړپوړو چارواکو او دغه راز امریکائی  مسئولانو  د دغو ترهه ګرو  پیښو د تور ګوته هم د پاکستان په لور اوږده کړې ده ، او د په وروستیو  کلونو کې   د  افغانستان او پاکستان  ترمینځ ارتباط هم د همدغو تورونو له امله تر ډیره حده ترینګلی شوی دی . البته ډیری شناندی او کارپوهان وائې دپاکستان او افغانستان  لوړپوړو چارواکو ته پکار ده ،   پخپلو کې په دې باب سره   جدی خبرې اترې او  کوټلی  ګامونه پورته  کړی او دریم ګړی ته دې  دا فرصت ورنکړی څو په خړو اوبو کې کبان ونیسی .