پاکستان له حقانی ډلې او طالبانو سره مرسته نه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i64781-پاکستان_له_حقانی_ډلې_او_طالبانو_سره_مرسته_نه_کوی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دباندنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل وویل مونږ دافغانستان له طالبانو یا حقانی ډلې سره د اسلام اباد د مالی مرستو خبر ردوو او ویې ویل دامریکا دحکومت ځینې چارواکی پاکستان دقربانۍ پسه جوړول غواړی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 03, 2018 13:05 Asia/Kabul
  • پاکستان له حقانی ډلې او طالبانو سره مرسته نه کوی

زمونږ خبریال وایی د پاکستان دباندنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل وویل مونږ دافغانستان له طالبانو یا حقانی ډلې سره د اسلام اباد د مالی مرستو خبر ردوو او ویې ویل دامریکا دحکومت ځینې چارواکی پاکستان دقربانۍ پسه جوړول غواړی .

هغه وویل پاکستان دنړیوال امنیت لپاره پرله پسې قربانۍ ورکوی او زیاته یې کړه نړیوالې ټولنې دهند تر کنټرول لاندې دکشمیر دحالاتو په اړه چپتیا غوره کړی ده .

دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل وویل  دترهګرۍ پرضد دجنګ په وجه دپاکستان اقتصاد ته یوسل درویشت میلیارډه(123 Billion) ډالره تاوانونه رسیدلی دی .

هغه وویل پاکستان به دهیڅ ګاونډی هیواد پرضد د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورنکړی او مونږ له خپلو ګاونډیو هیوادونو څخه هم ورته هیله لرو.

دپاکستان دباندنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل وویل له افغانستان څخه په پاکستان څلور سوه اویا (۴۷۰)حملې شوی   او اسلام اباد دافغانستان په سرحدونو کښې دپلټنې نهه سوه پینځه اویا (۹۷۵)مرکزونه جوړ کړی خو افغانستان دپلټنې یوازې دوه سوه(۲۰۰) مرکزونه جوړ کړی دی .

هغه وویل پاکستان په عزت سره سمدستی د افغانستان دکډوالو  ستنیدل غواړی او زیاته یې کړه چې دا دافغانستان په حکومت پورې اړه لری چې دامنیت د راوستلو لپاره له بیلابیلو ډلو سره خبرې وکړی .