په بحیره عرب کې دپاکستان او سعودی عربستان سمندری مانوره روانه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i65031-په_بحیره_عرب_کې_دپاکستان_او_سعودی_عربستان_سمندری_مانوره_روانه_ده
له تیرو څو لسیزو راهسې دپاکستان اوسعودی عربستان حکومتونه سره ډیر نزدې شوی او دواړه خورا متحد هیوادونه حسابیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 06, 2018 12:08 Asia/Kabul
  • په بحیره عرب کې دپاکستان او سعودی عربستان سمندری مانوره روانه  ده

له تیرو څو لسیزو راهسې دپاکستان اوسعودی عربستان حکومتونه سره ډیر نزدې شوی او دواړه خورا متحد هیوادونه حسابیږی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ   دپاکستان خبری سرچینو نن  په راپورونو کې وئیلی دی  د  دکراچۍ له بندری ښآر سره نزدې  په بحیره  عرب  کې  له پرون راهسې د سعودی عربستان او پاکستان  دسمندری ځواکونو ګډه مانوره   روانه ده .

  دپاکستان دسمندری ځواک ویندوی  د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی،  دغه مانوره چې ټاکل شوې ده د فرورۍ تر شپاړسمې پورې دوام وکړی ، د پاکستان او عربستان دسمندری ځواکونو ترمینځ  د حرفه وی وړتیاؤ دزیاتولو او  د ترهه ګرۍ ضد عملیاتو  د لازیاتو مهارتونو د ترلاسه کولو په موخې سره  ترسره کیږی .

 راپور ښئ  له تیرو څو لسیزو راهسې  دپاکستان اوسعودی عربستان حکومتونه  سره  ډیر نزدې  شوی  او  دواړه  خورا  متحد هیوادونه  حسابیږی .

د شهاب یو په نامه  ګډپوځی عملیات هم   په پاکستان کې تیر کال  له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې  دعملیاتو د اجرا په موخې سره  ترسره شوی  وو.  له دې مخکې هم  دپاکستان او سعودی عربستان  دمځکنی ځواکونو    د صمصام شپږ نومې  ګډه پوځی مانوره هم  سږ کال  دتلې دمیاشتې  په اوه ویشتمه نیټه پیل شوی او ترسره شوې ده .  دغه راز  د شهاب دوه په نامې سره د پاکستان او سعودی عربستان  بله ګډه پوځی مانوره هم    سږکال د لیندۍ دمیاشتې  په دولسمه نیټه د سعودی عربستان دریاض په شاوخوا کې  شوی  ده .

سږکال د سلواغې  دمیاشتې په دریمه نیټه  د  پآکستان د دفاعی تولیداتو له وزیر  سره دسعودی عربستان  د سمندری ځواک په لیدوکاتو کې  هم  د  دوواړخیزو ملګرتیا ؤ په تیره بیا  د کشتۍجوړونې د  صنعت   او دفاعی صنائعو  په زیاتولو  ټینګار شوی دی .