ایران به خپله خاوره د پاکستان خلاف کاریدو ته پرې نږدی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i6529-ایران_به_خپله_خاوره_د_پاکستان_خلاف_کاریدو_ته_پرې_نږدی
دپاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: ایران ډاډ ورکړی چې هیڅکله به اجازه ورنکړی د دغه هیواد له خاورې د پاکستان خلاف کوم اقدام ترسره شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 01, 2016 10:49 Asia/Kabul
  • ایران به خپله خاوره د پاکستان خلاف کاریدو ته پرې نږدی

دپاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: ایران ډاډ ورکړی چې هیڅکله به اجازه ورنکړی د دغه هیواد له خاورې د پاکستان خلاف کوم اقدام ترسره شی.

ایرنا خبری آژانس لیکلی په پاکستان کښې د هندوستان د جاسوس د نیول کیدو په هکله د پاکستان په رسنیو کښې د ځینو مطالبو له خپریدو وروسته په اسلام آباد کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت د یوې بیانیې په خپرولو سره ټینګار وکړ چې له پاکستان سره خپلې پولې د سولې او دوستۍ سرحدونه ګڼی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریاپخپله پرونۍ خبری غونډه کښې د دې پوښتنې په ځواب کښې چې څه وجه وه چې په پاکستان کښې د هندی ښاریز د نیول کیدو خبر پاکستان ته د ایران د ولسمشر له سفر سره په یو وخت رسندوی شی، وویل: ډیرې پیښې ممکنه ده له ځینو نورو مهمو پیښو سره په یو وخت رامینځته شی او د دې دواړو موضوعاتو هم مهال والی پخپلو کښې هیڅ تړاو نه لری.

هغه زیاته کړه: په پاکستان کښې د جاسوسۍ په تور د یو هندی ښاریز د نیول کیدو موضوع د پاکستان لپاره ډیره مهمه ده او په همدې وجه ډیره زره خپره شوه او مونږ هم وغوښتل چې د دې مسئلې د څیړلو لپاره پاکستان ته د ایران د ولسمشر له سفره ګټه واخلو.

په عین حال کښې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوا تیره سه شنبه په یوه خبری غونډه کښې د باشن یاداو په نامه هندی ښاریز پورې د اړوندو معلوماتو په هکله وویل: مونږ هیڅکله ادعا نه کوو چې ایران په دې پیښه کښې لاس لرلی او یا ورباندې خبر پاتې شوی وی.