د پاکستان او دافغانستان خبرو هیڅ پرمختګ نه درلود
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i65349-د_پاکستان_او_دافغانستان_خبرو_هیڅ_پرمختګ_نه_درلود
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان ډیپلوماټیک پلاوی چې په تیرې جمعې ورځې د خارجه وزیر د مرستیال حکمت خلیل کرزی په سرپرستۍ اسلام اباد ته ورغلی وو پرون له کوم پرمختګ پرته د پاکستان دحکومت له استازیو سره خبرې پاې ته ورسولې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 11, 2018 02:32 Asia/Kabul
  • په تیرو څو اونیو کښې دپاکستان او د افغانستان ترمینځ تاوتریخوالی او ژبنی جنګ زیات شوی .
    په تیرو څو اونیو کښې دپاکستان او د افغانستان ترمینځ تاوتریخوالی او ژبنی جنګ زیات شوی .

ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان ډیپلوماټیک پلاوی چې په تیرې جمعې ورځې د خارجه وزیر د مرستیال حکمت خلیل کرزی په سرپرستۍ اسلام اباد ته ورغلی وو پرون له کوم پرمختګ پرته د پاکستان دحکومت له استازیو سره خبرې پاې ته ورسولې .

په اسلام اباد کښې د پاکستان له چارواکو سره د افغانستان د ډیپلوماټیک پلاوې  دوه (۲)ورځې خبرې اترې په داسې حال کښې پاې ته ورسیدلې چې ځینو چارواکو وویل دغه خبرې   د دوه اړخیزه تاوتریخوالو د ختمولو او د خپل مینځه  مسایلو په باره کښې له کوم خاص پرمختګ او بریا پرته پاې ته ورسیدلې .

اسلام اباد ته د افغانستان دډیپلوماټیک پلاوی دغه سفرپه داسې حال کښې وشو چې له دې مخکې د پاکستان حکومت په یوې (۱)مصوبې کښې خپل هیواد ته د افغانستان د کډوالو په خپله خوښه د ستنیدا لپاره ختمیدونکی مهلت دوه (۲)میاشتې نور هم تمدید کړی وو .

دغه راز دافغانستان دباندنیو چارو وزارت د پاکستان له چارواکو سره د پرون ورځې د خبرو له ختمیدا وروسته وویل دغو خبرو اترو له ترهګرۍ سره دمبارزې ، د تاوتریخوالی د کمولو او په افغانستان کښې د پخلاینې او د صلحې د ټینګیدا په اړه هیڅ پرمختګ نه درلود .

په تیرو څو اونیو کښې دپاکستان او د افغانستان ترمینځ تاوتریخوالی او ژبنی جنګ زیات شوی او د کابل حکومت اسلام باد د افغانستان په ترهګرو حملو کښې په لاس لرلو تورن کړی خو  پاکستان دغه تور رد کړی دی .