عربستان ته د پاکستان د تازه عسکرو ورلیږل څرنګه او ولې ؟
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66023-عربستان_ته_د_پاکستان_د_تازه_عسکرو_ورلیږل_څرنګه_او_ولې
مولانا نورزی جوته کړه چی عربستان ته د پاکستان د پوځ د ورلیږلو د قضیې تر شا چی په یمن کې د عربستان په مشرۍ د پوځی ایتلاف د ماتې په خاطر ترسره کیږی ، امریکا موجوده ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2018 11:02 Asia/Kabul
  • عربستان ته د پاکستان د تازه عسکرو ورلیږل څرنګه او ولې ؟

مولانا نورزی جوته کړه چی عربستان ته د پاکستان د پوځ د ورلیږلو د قضیې تر شا چی په یمن کې د عربستان په مشرۍ د پوځی ایتلاف د ماتې په خاطر ترسره کیږی ، امریکا موجوده ده

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم  د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر خان چی د تیر  ګل په ورځ  عربستان ته د پاکستان د یو شمیر نورو عسکرو د ورلیږلو په ارتباط د پوځ د فیصلې په باب د سپیناویو د وړاندی کولو لپاره مشرانو جرګې ته بلل شوی وو ، په دې باره کی د سپیناویو د وړاندی کولو په ترڅ کی وویل عربستان د پاکستان ملګرې دې ، دواړه هیوادونه تاریخی اړیکی لری  ، نو په دې اساس د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی  عربستان ته د نورو عسکرو له ورلیږلو سره موافقه کړی ده  چی ویل کیږی شمیر به یې زر تنه و ی. هغه همداراز زیاته کړه چی  پاکستان په ۱۹۸۲ کال کی له سعودی عربستان سره د تړون په اساس  له مخکې  په دغه هیواد کې ۱۶۰۰ عسکر لری چی د پاکستان د دفاع وزیر په وینا دغه درست عسکر د عربستانی عسکرو د روزلو لپاره دی او کوم هیواد پرضد به په جنګ کې هیڅ رول ونلری ، دا په داسې حال کی دی چی د پاکستان د مشرانو جرګی مشر ښاغلی رضا ربانی  د  غلام دستګیر خان د دغو سپیناویو د ردولو په ترڅ کی  هغه کامل ونه بلل او ویې ویل چی د سنا غړی ماشومان ندی چی د دفاع وزیر  په دغو خبرو دوکه شی . هغه وویل که د پاکستان لومړی وزیر  ، عربستان ته د نورو عسکرو ورلیږل تصویب کړی  وو ، نو په هغه  اعلامیه کې چی  پوځ په اسلام اباد کې د عربستان له سفیر نواف سعید المالکی سره د جنرال قمر جاوید باجوا له کتنې وروسته  خپره کړه ،  دغې موضوع ته اشاره ونکړه .

د پاکستان د سنا یوه بل غړی  فرحت ا... بابر هم د پاکستان له دفاع وزیر دغه پوښتنه مطرح کړه چی ایا دغه عسکر به د یمن په شروره پوله کې ځای پر ځای شی ؟ چی د پاکستان دفاع وزیر په دې زمینه کې له سپیناوی ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل چی حتی د بندو تنبو شا ته هم په دې باره کی سپیناوی نشی کولې  ، ښاغلی فرحت ا... بابر جوته کړه پس په زیات احتمال د یمن په جنګ کې به د پاکستان له پوځ استفاده وشی . د سنا او پیپلز پارټۍ یوه بل مشهور غړی چودری اعتزار حسن  هم په دې باره کی وویل له عربستان د پوځی اړیکو مخالف ندې ، خو د پوځی اړیکو د زیاتولو په ارتباط ایا دا فکر شوی دې چی دغه اړیکی به له ګاونډیو هیوادونو سره په اړیکو څه اغیز وشیندی ؟ هغه زیاته کړه عربستان په کلکه د ایران مخالف دې  او دا چاره له ایران سره د پاکستان د تاوتریخوالی سبب نشی او  داسې خو نه وی چی دا پاکستان لپاره لومه  شی ؟

تهران راډیو  په دې باره کې د ټیلی فون په لیکه  د پاکستان د اهل سنتو د تکړه عالم او اسلامی چارو د ادارې عمومی منشی مولانا عبد الرحمان نورزی نظر وپوښته چی  هغه په ځواب کی وویل دفاع وزیر خرم دستګیر خان بیچاره څه نه درلودل چی ویلی یې وای . د نورزی په وینا  که څه هم په قانونی توګه پوځ د دفاع وزیر تر امر لاندې دې ، خو په عملی توګه  دفاع وزیر د قانون په اپوټه د پوځ تر حکم لاندې دې   او مولانا نورزی  جوته کړه چی عربستان ته د پاکستان د پوځ د ورلیږلو د قضیې تر شا چی په یمن کې د عربستان په مشرۍ د پوځی ایتلاف د ماتې په خاطر ترسره کیږی ، امریکا موجوده ده .

د مولانا نورزی په وینا  امریکا په لټه کې ده ،   پاکستان  چی هم په داخل کې د ترهه ګرۍ  ، اقتصاد ، دولت او قضاییه قوه  او حکومت او پوځ ترمینځ د سیاسی مسلو په شان له ډول ډول مشکلاتو سره مخامخ دې  او هم له ختیځو پولو د هند له لوری له ګواښ سره مخا مخ دې ،  همداراز له لویدیځ اړخه له افغانستان سره مشکلات لری ، اوس غواړی چی د یمن په جنګ کې یې هم ښکیل کړی  تر څو  هم پاکستان او پوځ یې له مخکې زیات کمزورې کړی  او هم د ایران له اسلامی جمهوریت سره د هغه اړیکی تر اغیز لاندې راولی .

البته ویل کیږی چی پاکستان سره د امریکا د مالی مرستو غوڅیدا  هم د دغه هیواد پوځ مجبوره کړی دی چی دې ځل د یمن جنګ ته د پاکستانی عسکرو د ورلیږلو په اړه د عربستان له غوښتنې سره موافقت وکړی  او د امریکا د هغو مالی مرستو  پر ځای چی غوڅې شوی  ، د عربستان له لارې یې جبران کړی .