د پاکستان امنیتی ځواکونو یو شمېر طالب غړی ونیول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i6625-د_پاکستان_امنیتی_ځواکونو_یو_شمېر_طالب_غړی_ونیول
د پاکستان امنیتی ځواکونو د دغه هېواد په جنوب کښې د طالب ډلې په خلاف عملیات ترسره کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2016 11:20 Asia/Kabul
  • د پاکستان امنیتی ځواکونو یو شمېر طالب غړی ونیول

د پاکستان امنیتی ځواکونو د دغه هېواد په جنوب کښې د طالب ډلې په خلاف عملیات ترسره کړل.

د سماء ټیلی ویژنی چېنل د رپوټ له مخې د پاکستان امنیتی ځواکونو په دغو عملیاتو کښې چې د سېند صوبې په مرکز کراچۍښار کښې ترسره شول دیارلس طالب وګړی ونیول.

د امنیتی چارواکو د اعلان له مخې نیول شوی کسان د قتلونو او کلنګونو اخېستو په شمول ی په زیاتو جنایتونو تورن دی.

د پاکستان د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې یو شمېر وسلې او نور سازوسامانونه هم کشف او ضبط شول.

د پاکستان فوځ وویل، د تېرې جنورۍ نه تر اوسه پورې د ترهه ګرو د پټېدو په ځایونو باندې د امنیتی ځواکونو په حملو کښې څلور زره او څلور اویا ترهه ګر وژل شوی دی.

----------