پاکستان خپله د ترهګرۍ قربانی دی
افغان کارپوه او سیاسی فعال ټینګار وکړ: دا چې په افغانستان کښې ځینی کسان وایی پاکستان په افغانستان کښې د سولې ټینګیدل نه غواړی، یوه غیرعادلانه خبره ده.
سید اسحاق ګیلانی زمونږ خبریال ته په مرکه کښې د پاکستان په لاهور ښار کښې ترهګرې حملې ته په اشارې سره چې په سل هاو کسان پکښې مړه او ژوبل شول، څرګنده کړه: په ترهګر په افغانستان کښې فعال نه وی نو په پاکستان کښې به هم د ډیر فعالیت توان ونه لری په دې وجه هیڅوک نه غواړی چې په هیواد کښې یې ناامنی وی.
هغه زیاته کړه: ممکنه ده پاکستانیان د افغانستان له حکومته یولړ غوښتنې ولری چې دغه حکومت یې د پوره کولو توان ونه لری او ځینی خلک هم تمه لری چې له څلور اړخیزو غونډو او د حکومت او طالبانو د استازو له خبرواترو وروسته هرڅه سم پرمخ لاړ شی خو دا ممکنه نه ده او هیڅ مذاکره په لږ وخت کښې نتیجه نه ورکوی.
ګیلانی وویل چې احتمالاً د افغانستان لخوا په رسمیت د ډیورنډ کرښې پیژندل، د کنړ د سیند د اوبو مسئله او ډیر نور مسائل د پاکستان غوښتنې دی او مسایل هله هواریدی شی چې د طرفینو ترمینځ نیغ په نیغه خبرې وشی.
دغه سیاسی شناندی په دې اړه پر پاکستان د ځینو نیوکو په هکله چې ونه توانیده طالبان خبرواترو ته تیار کړی، وویل: له پاکستانه د داسې تمې لرل غلطی ده ځکه چې ممکنه ده پاکستان له طالبانو سره اړیکه ولری خو پر هغو کنټرول نه لری او څرګنده وه چې د خبرواترو میز ته د طالبانو د کښینولو توان نه لری.