ایران د پاکستان خلاف منفی تحرکاتو کښې لاس نه لری
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایی ورور اسلامی هیواد ایران د پاکستان خلاف هیڅډول منفی تحرکاتو کښې لاس نه لری.
د پاکستان د دنیا نیوز ویب سایټ لیکلی چې چودری نثار علی خان په اسلام آباد کښې یوه خبری غونډه کښې وویل چې پاکستان ته د اسلامی ایران د ولسمشر وروستۍ سفر ډیر ګټه ور او ښه و او له هغه سره مثبتې خبرې اترې وشوې.
د پاکستان داخله وزیر وویل چې پرون یې په اسلام آباد کښې د ایران له سفیر سره کتلی او له هغه سره یې تفصیلی خبرې اترې وکړې. په دغه ملاقات کښې د ایران سفیر د پاکستانی رسنیو د غلطو خبرونو او رپورټونو شکایت وکړ.
چودری نثار علی خان وویل: د ایران اسلامی جمهوریت په پاکستان کښې په منفی کارونو کښې لاس نه لری بلکې په هر سخت وخت کښې یې د پاکستان مرسته کړې ده. د دواړو ګاونډی هیوادونو خلک له یوبل سره مینه کوی. داسې نه دی څرګندول پکار چې ګنی ایران د پاکستان خلاف دی.
د ویلو ده چې پاکستان ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر حسن روحانی له سفر وروسته په عربستان پورې پیئلو ځینو پاکستانی رسنیو د ایران خلاف منفی تبلیغات کړی دی.