دکشمیر شخړه باید د سیاسی خبرواترو له لارې حل شی
دملګروملتو دپریکړه لیکونو په اساس باید په دغې سیمې کې ټول پوښتنه ترسره شی ، او دځای خلکو په رای سره دې فیصله وشی ، چې هندیانو دغه فیصله تر دې دمه نه ده منلې او په دغې سیمې کې ئې د عامو خلکو وینو بهولو ته دوام ورکړی دی .
دسحر اردو ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی ، دجمو اوکشمیر اعلی وزیرې میرمن محبوبه مفتی پرون مازدیګر په نوی ډیلی کې له هندی لومړی وزیر نریندرا مودی سره په کتنې کې وئیلی دی دکشمیر موضوع یوه سیاسی موضوع ده او باید د سیاسی او سوله ایزو خبرواترو لارې حل شی .
میرمن محبوبه مفتی دهند تر کنټرول لاندې دکشمیر امنیتی او اقتصادی وضعیّت ترینګلی وبالۀ او وې وئیل ، دکشمیر دموضوع حل د هند اوپاکستان دواړو په ګټه دی ، ځکه د دغې شخړې په حل سره سیمې ته امنیت اوسوله بیرته راګرځی .
په همداوروستیو کې یو ځل بیا دهندی اوپاکستانیو پوځیانو ترمینځ په کشمیر کنټرول لاین کې په ډزو کې یو شمیر کسان مړه او ټپیان شوی دی .
دکشمیر یوه برخه دهند ترکنټرول لاندې او یوه بله برخه ئې هم دپاکستان له خاورې سره یو ځای ده ،خو دواړه هیوادونه پر درست کشمیر د مالکیّت ادعا کوی .
داپه داسې حال کې دی چې دملګروملتو دپریکړه لیکونو په اساس باید په دغې سیمې کې ټول پوښتنه ترسره شی ، او دځای خلکو په رای سره دې فیصله وشی ، چې هندیانو دغه فیصله تر دې دمه نه ده منلې او په دغې سیمې کې ئې د عامو خلکو وینو بهولو ته دوام ورکړی دی .