دپاکستان پوځ یوه هندی جاسوسی بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66971-دپاکستان_پوځ_یوه_هندی_جاسوسی_بې_پیلوټه_الوتکه_نسکوره_کړه
په همداوروستیو څو کلونو کې د هنداو پاکستان ترمینځ اړیکې تر ډیره حده ترینګلی شوی دی او داسې کومه ورځ نشته چې په کشمیر کنټرول لاین کې د دواړو هیوادونو دپوځیانو ترمینځ په ډزو کې یو شمیر بې ګناه کسان خپل ژوند له لاسه ورنکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 07, 2018 09:23 Asia/Kabul
  •  دپاکستان پوځ یوه هندی جاسوسی بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړه

په همداوروستیو څو کلونو کې د هنداو پاکستان ترمینځ اړیکې تر ډیره حده ترینګلی شوی دی او داسې کومه ورځ نشته چې په کشمیر کنټرول لاین کې د دواړو هیوادونو دپوځیانو ترمینځ په ډزو کې یو شمیر بې ګناه کسان خپل ژوند له لاسه ورنکړی .

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ  دپاکستان پوځ نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ،  دهندوستان دغه بې پیلوټه جاسوسی کونکی الوتکه پرون مازدیګر  دکشمیر  په کنټرول لاین کې  په چیریکوټ سیمې کې  د پآکستان دهوائی حریم  دخلاف ورزی کونې  په علت نسکوره شوې ده .

  په دغې اعلامیې کې راغلی دی ،  دا  د هندوستان څلورمه جاسوسی الوتکه ده چې  په تیر یوه کال کې  دپاکستان  پوځ په لاس  په کشمیر کنټرول لاین کې  نسکوره شوې ده . 

 داپه داسې حال کې دی چې په همداوروستیو څو کلونو کې د هنداو پاکستان ترمینځ  اړیکې تر ډیره حده ترینګلی شوی دی او داسې کومه ورځ نشته چې په کشمیر کنټرول لاین کې د دواړو هیوادونو دپوځیانو ترمینځ    په ډزو کې یو شمیر  بې ګناه کسان خپل ژوند له لاسه ورنکړی .