په پېښور کښې زیات شمېر وسلې او نور سازوسامان کشف شو
Apr 03, 2016 12:33 Asia/Kabul
د پاکستان پولیسو د دغه هېواد د خېبر پختونخوا صوبې په مرکز کښې د زیاتو وسلو او سازوسامانونو د کشفېدو خبر ورکړ.
د پاکستان د رېډیو د رپوټ له مخې د دغه هېواد پولیسو نن په پېښور ښار کښې د فوځی عملیاتو په دوران کښې د زیاتو وسلو او سازوسامانونو نیولو ته په اشارې سره وویل چې په دغه صوبه کښې د ترهه ګرو او فوځی ځواکونو ترمېنځ نښته هم رامنځته شوه چې په نتیجه کښې یې شل ترهه ګر عناصر ونیول شول. د تېرې جمعې په ورځ هم په پېښور کښې د پاکستان د فوځ په عملیاتو کښې په ترهه ګرۍ تورن یو شپېتۀ تنه نیول شوی وو.
د پاکستان فوځ په مختلفو سیمو کښې د ترهه ګرۍ په خلاف د تېر یو کال په عملیاتو کښې درې زره او پینځه سوه ترهه ګر وژل شوی او دولس تنه نور نیول شوی دی.