پاکستان له ایران سره د اړیکو پراختیا ډیره مهمه ګڼي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i67285-پاکستان_له_ایران_سره_د_اړیکو_پراختیا_ډیره_مهمه_ګڼي
په ملګرو ملتو کښې د پاکستان استازې له ایران سره د دغه هیواد د اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 12, 2018 09:29 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایران سره د اړیکو پراختیا ډیره مهمه ګڼي

په ملګرو ملتو کښې د پاکستان استازې له ایران سره د دغه هیواد د اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې په ملګرو ملتو کښې د پاکستان سفیرې ملیحه لودهي ایران د پاکستان ډیر مهم ګاونډی وباله او ویې ویل: په دې وروستیو کښې د سیاسي چارواکو په سویه څو ملاقاتونه شوي دي چې تل یې د اړیکو له پياوړتیا سره مرسته کړې ده.

ملیحه لودهي زیاته کړه: پاکستان او ایران تل ډیرې ښې اړیکې لرلې دي او مونږ تجارت او اقتصادي اړیکو ته د دې رابطې د پراخولو کوشش کوو.

هغې همداشان وویل: د پاکستان خلک تل د ایران د خلکو لپاره د احترام قایل دي او د ایران د تاریخ، تمدن او کلتور لپاره د دغه هیواد د خلکو قدرونه کوي او مونږ په دې لړ کښې ډیر اشتراکات او ګډولې هم لرو.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم پرون په اسلام آباد کښې د ایران او پاکستان ترمینځ په ښو اړیکو باندې ټینګار کړی و.