امریکايي وزیر خپله خبره بېرته واخیسته!
https://parstoday.ir/ps/news/world-i177642-امریکايي_وزیر_خپله_خبره_بېرته_واخیسته!
پارس‌تودی- د امریکا د سوداګرۍ وزیر، چې مخکې یې ادعا کړې وه د ایران په جګړه کې هېڅ امریکايي نه دی وژل شوی، د دغه هېواد د ۱۸ عسکرو وژل کېدل ومنل.
(last modified 2026-09-04T12:22:17+00:00 )
Sep 04, 2026 16:40 Asia/Kabul
  •  امریکايي وزیر خپله خبره بېرته واخیسته!

پارس‌تودی- د امریکا د سوداګرۍ وزیر، چې مخکې یې ادعا کړې وه د ایران په جګړه کې هېڅ امریکايي نه دی وژل شوی، د دغه هېواد د ۱۸ عسکرو وژل کېدل ومنل.

زموږ د خبریال د راپور له مخې، د امریکا د سوداګرۍ وزیر «هاورډ لوټنیک» وروسته له هغې چې ویلي یې وو د ایران په جګړه کې هېڅ امریکايي وګړی یا پوځي نه دی وژل شوی، له خپلو څرګندونو شاته شو او د دغو خبرو له امله یې بښنه وغوښته.

لوټنیک په یوه جنجالي څرګندونه کې ادعا کړې وه چې له ایران سره د جګړې پر مهال هېڅ امریکايي خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی؛ خو د نیوکو له زیاتېدو وروسته یې خپلې خبرې اصلاح کړې او ویې ویل چې موخه یې په وینزویلا کې د امریکا پوځي عملیات وو؛ هغه عملیات چې د ده په وینا، پکې هېڅ امریکايي پوځي نه دی وژل شوی.

د امریکا د سوداګرۍ وزیر وروسته ټینګار وکړ چې له ایران سره د جګړې پر مهال ۱۸ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.