د حکایتونوکاروان (۴)
https://parstoday.ir/ps/news/event-i177678-د_حکایتونوکاروان_(۴)
په دې خپرونه کې د «ګلستان» کتاب راخلو؛ هغه ستر اثر چې د شیخ مصلح‌الدین سعدي شیرازي دی، چې په «سعدي» مشهور دی او د ایران او نړۍ له نامتو شاعرانو او لیکوالانو شمېرل کېږي.
(last modified 2026-09-05T11:39:44+00:00 )
Sep 05, 2026 12:47 Asia/Kabul
  • د حکایتونوکاروان (۴)

په دې خپرونه کې د «ګلستان» کتاب راخلو؛ هغه ستر اثر چې د شیخ مصلح‌الدین سعدي شیرازي دی، چې په «سعدي» مشهور دی او د ایران او نړۍ له نامتو شاعرانو او لیکوالانو شمېرل کېږي.

سعدي په اوومه هجري پېړۍ، چې له دیارلسمې میلادي پېړۍ سره سمون خوري، ژوند کاوه.

ګلستان د فارسي ادب د نثر له سترو شاهکارونو دی. سعدي دغه اثر په ۶۵۶ هجري قمري کال کې ولیکه او په کې یې خپلې تجربې، لیدنې او د ژوند مشاهدې د بېلابېلو حکایتونو په بڼه بیان کړې دي.

په دې کتاب کې د مینې، اخلاقو، ټولنې، انسانانو، پاچاهانو، دروېشانو، صوفیانو او نورو خلکو په اړه داسې کیسې راغلې چې تر شا یې ژور اخلاقي او ټولنیز پیغام پروت دی.

ګلستان یوازې د سعدي د فکر، عرفان او ټولنیزو لیدلورو هنداره نه ده؛ بلکې د هغه وخت د خلکو د ژوند، اخلاقو او ټولنیزو اړیکو یو انځور هم وړاندې کوي.

د سعدي د لیکنو یوه ځانګړنه د هغه خوږه ژبه، ظریف طنز او ژوندی بیان دی. له همدې امله، له اووه سوه کلونو ډېر وخت تېرېدو سره سره، د هغه نثر لا هم روان، خوږ او زړه راښکونکی دی.

روایت دی چې په پخوا زمانو کې یو شاعر و. هغه به له یوه ځایه بل ځای ته سفر کاوه او د شتمنو او مخورو خلکو ستاینه او صفت به یې کاوه.

هغه کسان چې له خپلې  ستاینې او مدحې له اورېدو سره به یې مینه لرله، شاعر ته به یې یو څه پیسې ورکولې، او شاعر به په همدې ډول خپل ژوند تېراوه.

یوه ورځ د تقدیر له مخې، دغه شاعر یوه داسې کلي ته ورسېد چې د غلو او لاروهونکو په نوم مشهور و، او د غلو یوه ډله په همدې کلي کې اوسېدله.

شاعر ډېر خوشحاله شو.

له ځان سره یې وویل:

«بخت راسره مل شو! زه داسې ځای ته راغلی یم چې دلته غله او لاروهونکي ژوند کوي.

غله خو عموماً ډېر شتمن وي، او لکه څنګه چې ډېر شتمن خلک غله وي، ډېر غله هم شتمن وي.

نو غوره به دا وي چې د غلو د مشر دربار ته ورشم، د هغه ستاینه وکړم او شعر ورته ووایم.

هغه به خامخا ښه انعام راکړي.

ځکه چې ده خپله شتمني په زحمت او خوارۍ نه ده ترلاسه کړې، نو ښايي په بښنه کې هم ډېر لاس خلاص وي؛ هر څه چې وغواړم، را به یې کړي.»

بیا یې له ځان سره وویل:

«خو د غلو په اړه به څه ډول ستاینه وکړم؟

ایا په شعر کې ووایم چې غلا کول ښه کار دی؟

خو څه وکړم؟

زه خو په زړه کې د هغه ستاینه نه کوم. یوازې څو بیتونه جوړوم چې یو څه انعام ترلاسه کړم.

پر ما یې څه؟

هغه غل دی که نېک سړی، زما کار دا دی چې خپل شعر ووایم.

په شعر کې غل ته غل وایم او زاهد ته زاهد!»

نو شاعر په یوه ګوښه ځای کې کښېناست او په بیړه یې یوه قصیده جوړه کړه.

بیا د غلو د مشر د کور پر لور روان شو.

له ډېرو پوښتنو وروسته یې د غلو د مشر کور پیدا کړ.

د کور مشر چې د کړکۍ تر څنګ ولاړ و، له شاعر یې وپوښتل:

«له ما سره څه کار لرې؟»

شاعر وویل: «زه شاعر یم. ستا په ستاینه کې مې شعر ویلی دی. که اجازه راکړې، کور ته دننه شم او خپل شعر درته ووایم.»

د غلو مشر وویل:

«اړتیا نشته! هماغلته ودرېږه او شعر دې ووایه.»

شاعر وویل:

«خو دلته ډېر ساړه دي. نه وینې چې ځمکه کنګل شوې ده؟ اجازه راکړه چې کور ته دننه شم. د اور ترڅنګ به شعر په ښه توګه درته ووایم.»

د غلو مشر وویل:

«اضافي خبرې بس کړه! که غواړې، هماغلته یې ووایه؛ او که نه، ژر تر ژره له دې ځایه لاړ شه!»

شاعر اړ شو چې د کړکۍ مخې ته، په سخته یخنۍ کې ودرېږي او خپل شعر ووایي.

لاسونه او پښې یې له ډېرې یخنۍ لړزېدل.

کله چې شعر یې پای ته ورساوه، تم شو او د غلو د مشر د انعام په تمه شو.

د غلو مشر په ډېر دقت د شاعر شعر واورېد.

کله چې شعر پای ته ورسېد، د غلو مشر د شاعر مخ ته په ځیر ځیر وکتل.

شاعر په زړه کې ډېر خوشحاله شو او له ځان سره یې وویل:

«داسې ښکاري چې زما شعر یې ډېر خوښ شوی دی!

اوس به خامخا د سرو زرو یوه کڅوړه راوغورځوي.

دا سخته یخني به هم راته جبران شي.

د سرو زرو کڅوړه به مې لاسونه او بدن ګرم کړي او د وجود یخ به مې ویلې شي!»

خو د غلو مشر څو شېبې ورته وکتل او بیا یې امر وکړ چې د شاعر جامې وباسي او له کلي یې بهر وباسي!

بیچاره شاعر چې په ذهن کې یې د سرو زرو او انعامونو ډېرې هیلې جوړې کړې وې، حتی د اعتراض توان یې هم نه درلود.

جامې یې ترې وایستلې او په هغې سختې یخنۍ کې یې له کلي بهر کړ.

شاعر په یخ ژمي کې، پر کنګل شوې ځمکه، لوڅ پښې او لوڅ سر روان شو؛ یوازې دومره یې غوښتل چې هر څومره ژر کېږي، له هغه بدمرغه او بدشګونه کلي ووځي.

بیچاره شاعر لا په سخته یخنۍ کې روان و چې ناڅاپه څو سرګردانه سپيو پرې ودانګل.

شاعر غوښتل چې یوه ډبره له ځمکې راواخلي او پر سپیو یې وغورځوي، څو ترې ووېرېږي او وتښتي.

خو بدمرغي لا پسې ورسره وه!

ډبرې د سختې یخنۍ له امله له ځمکې سره کنګل شوې وې.

هر څومره یې هڅه وکړه، یوه ډبره یې هم له ځمکې راونه شوای ایستلای.

بالاخره بېوسه شو.

له غوسې یې سپیوپه لور یوه هوایی  لغته ووهله او په لوړ غږ یې وویل:

د دې کلي «څه حرامزاده خلک دي! سپي یې خوشې کړي، خو ډبرې یې تړلې دي!»

د غلو مشر چې د خپلې ماڼۍ له کړکۍ ولاړ و، د شاعر ټول حالت یې کاته او خبرې یې هم اورېدلې.

د شاعر دغه خبره یې ډېره خوښه شوه او پرېکړه یې وکړه چې انعام ورکړي.

نو امر یې وکړ چې شاعر بېرته راولي.

کله چې شاعر، لوڅ او له یخنۍ رپېدلی، بېرته ورغی، د غلو مشر ترې بښنه وغوښته او ورته یې وویل:

«اې حکیمه!

ستا خبره مې ډېره خوښه شوه.

له ما هر څه چې غواړې، ویې غواړه؛ زه به یې درکړم.»

شاعر چې پوه شوی و له غلو د خیر تمه کول بېځایه دي ، په داسې حال کې چې له یخنۍ یې ټول بدن لړزېده، وویل: که لطف وکړئ، یوازې خپلې جامې بېرته راکړئ!

بیا یې وویل:

«امیدوار بود آدمی به خیر کسان

مرا به خیر تو امید نیست، شر مرسان»

یعنې:

«انسان له نورو څخه د خیر تمه لري؛

خو زه له تا د خیر تمه نه لرم، لږ تر لږه راته شر مه رسوه.»

د غلو مشر چې د شاعر حالت یې ولید او پوه شو چې بېچاره شاعر یوازې د خپلو جامو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کوي، زړه یې پرې وسوځېد.

نو امر یې وکړ چې د شاعر جامې بېرته ورکړي.

ورسره یې د پوستکي یو ګرم کوټ او څو سکې هم ورکړې او شاعر یې رخصت کړ.

ګرانو دوستانو!

هو، د سعدي له دې حکایت سلګونه کاله تېر شوي، خو دا جمله لا هم د خلکو په خبرو کې د یوه مشهور متل په توګه ژوندۍ ده:

«مرا به خیر تو امید نیست، شر مرسان.»

یعنې:

«له تا د خیر تمه نه لرم، لږ تر لږه زیان راته مه رسوه.»

په انساني اړیکو کې، که څوک له بل چا سره مرسته نه شي کولای، لږ تر لږه باید هغه ته ستونزه او دردسر جوړ نه کړي.

هغه څوک چې له ده څخه د خیر تمه نه کېږي، لږ تر لږه باید د نورو د زیان او ستونزې سبب نه شي.

دا متل هغه وخت کارول کېږي چې یو څوک نه یوازې له نورو سره مرسته نه کوي، بلکې د هغوی د ژوند ستونزې هم زیاتوي.

د دې جملې تر شا یو ژور پیغام پروت دی:

کله چې د یوه بد انسان بدۍ دومره ډېرې شي چې نور خلک ترې د خیر تمه له لاسه ورکړي، نو بیا یې یوازې دومره غواړي چې نور زیان ورته ونه رسوي.

نو، ستاسو په نظر:

ایا هغه بیچاره شاعر به له دې پېښې وروسته بیا هم د نااهلو خلکو د ستاینې لپاره شعر ووایي؟

تر یوې بلې کیسې پورې،

خدای مو مل شه.