امریکائي چارواکي دې پوهه شي؛د متناسبو ځوابونو پړاؤ ختم شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177766-امریکائي_چارواکي_دې_پوهه_شي_د_متناسبو_ځوابونو_پړاؤ_ختم_شوی_دی
پارس ټوډې ــ د ایران د اسلامي شورا مشر  وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي ځواکونو له لورې د امریکا پر پوځي اډو درنو او سختو بریدونو د دغه هېواد مشران له سختې بې‌وسۍ او لالهاندۍ سره مخ کړي دي.
(last modified 2026-09-06T11:04:04+00:00 )
Sep 06, 2026 15:30 Asia/Kabul
  •  د ایران د اسلامي شورا مشر  محمدباقر قالیباف
     د ایران د اسلامي شورا مشر  محمدباقر قالیباف

پارس ټوډې ــ د ایران د اسلامي شورا مشر  وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي ځواکونو له لورې د امریکا پر پوځي اډو درنو او سختو بریدونو د دغه هېواد مشران له سختې بې‌وسۍ او لالهاندۍ سره مخ کړي دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، محمدباقر قالیباف نن د ایران د اسلامي شوراڅرګندې غونډې له پیل مخکې په خپلې وینا کې وویل: دا شپې ورځې د تهران د ولس  د هغې تلپاتې حماسې او د ۱۳۵۷ لمریز کال د «تورې جمعې» د پېښې یاد تازه کوي؛ هغه ورځ چې د تهران په شهدا  چوک کې د پهلوي  بدنام رژیم له لورې د خلکو پاکې وینې پر ځمکه توي  شوې او د اسلامی انقلاب نیالګی ئې خړوبه کړ. دغې پېښې وښودله چې دا ملت د حق په لاره او د طاغوت او مستکبرانو پر وړاندې د درېدو په لار کې له هېڅ ډول قربانۍ ډډه نه کوي.

هغه زیاته کړه: اوس  د مبارزې ډګر هماغه ډګر دی او مونږ د جهاد او مقاومت په لاره  روان یو. په داسې شرایطو کې چې دښمن خپل ټول امکانات د ایران پر ملت د دباؤ  لپاره میدان ته راوړي، د ایران د ټولو ارګانونو په هر اړخیزو هڅو او د ولس  په بې‌ساري مقاومت سره، د خدای په فضل، مونږ به د اقتصادي جنګ په ډګر کې هم د دښمن پوزه پر خاورو ومږو؛ لکه څنګه چې مو په پوځي او ډیپلوماتیکو مبارزو کې کړې ده.

قالیباف ټینګار وکړ؛دا مقاومت او د اقتدار ساتل په داسې شرایطو کې ترسره کېږي چې مونږ د کفر له ټولې جبهې سره د یوې هر اړخیز جنګ په مینځ کې یو. د ایران د پوځي ځواکونو له خوا پر امریکائي اډو د سختو او درنو بریدونو له امله د امریکا مشران له بې‌وسۍ سره مخ شوي او اوس د تشو خبرو او بې‌اساسه شعارونو له لارې هڅه کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د جنګ له ډګره انځورونه او ویډیوګانې تولید کړي.

د ایران د پارلیمان څرګنده کړه: امریکایانو حتماً درک کړې ده چې د متناسبو ځوابونو پړاؤ پای ته رسېدلې دی. په وروستیو عملیاتو کې د ایران له خوا د یرغلګرو پر پوځي او ترهه ګرو مرکزونو  او اډو ترسره شوي بریدونه یوازې یو پیل ؤ. که دوی تر اوسه په دې نه دي پوهه شوي، نو باید تر ناوخته مخکې پوهه شي چې د لوبې قواعد بدل شوي دي؛ له دې وروسته به د ایران د ګټو او امنیت پر وړاندې هر ډول تېري ته «چټک، دروند او دردناک» ځواب ورکړل شي.