نننیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه ننني پروګرام کې به په پیل کې د تهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو د نورو سیمه ایزو او نړیوالو مطبوعاتو ته به هم یوه ځغلنده کتنه وکړو. نو هیله ده چې تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
د اهم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي، نیویارک ټایمز امریکائي خپرونې پهی وه وروستي ویډیوئي تحلیل کې روښانه کړې ده، چې د ایران د هرمز ګان ولایت په کوهستک کلي کې د یوه واده پر دستورو دامریکا حکومتي او رسندوئي چارواکو بلاخره هم اعتراف کړی او دغه پيښه ئې غیر قصدي بللې ده،حال دا چې د امریکاګائيډیډ توغندي د واده او پوځي دستورې په اوڅاره توګه پيژني او اشتباهات ئې ډير کم وي. دغې ورځپاڼې م مقالې په دوام کې روښانه کړې ده د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس په زغرده وئیلي دي،چې دغه پيښه قصدي نه ده اود امریکاګائيډیډ تجهیزات تیروتي دي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، د امریکا هیل خپرونې د امریکا د جنګ د بودجې د خسارې په باب په یوه تحلیل کې وئيلي دي،د امریکا ولسمشرټرمپ د ایران په ضد د جنګ د ډيرو زیاتو اقتصادي تاوانونو له امله چې د امریکا مالیاتو ورکونکو باندې ئې تپلي ديۍ، لالهانده شوی او اوس ئې په پټه د امریکا د خاصو ناروغانو د بودجې د کمولو یا ختمولو خبره هم رابرسیره کړې ده.
د امریکاترهه ګر پوځ په کوهستک کلي کې د واده په دستورو په وحشي ډوله بمبارئ کې د یوه څلور کلن ماشوم پشمول د شهیدانو جنازې ددغې سیمې د ولس په مټونو اوچتې شوي او په پرتم او ولولو سره ئې د جنازې دستورې ترسره کړي او هوډ ئې څرګند کړی چې هیڅکله به هم د وحشي او تیریګرو امریکائي پوځيانو ددغه ډول غیر انساني او وحشي ډوله اقداماتو په وړانډې تسلیم نشي او ددغو بې ګناه شهیدانو وینه به د جنایتکارو او مستکبرانو ټغر ډیر زر ټول کړي .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب آيت ا... سید احمد خاتمي پخپلو خطبو کې روښانه کړې ده ، استعماری قدرتونه به د اسلام د سرکینیو وختونو په څير په اقتصادي ترهه ګرئ کې هم ناکام شي او پوزه به ئې په ځمکې وموښل شي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د قضایه قوې مشر محسن اژه ای د هندوستان په نوي ډیلي کې په جامع جومات کې د جمعې لمانځه په وخت روښانه کړه ، اوس وخت رارسیدلی چې ا هل تشیّع او اهل تسنن خپل مینځي فروعي اختلافات ختم کړي او د استعمار او استکبار په تیره بیا د اسلام د قسم خوړلو امریکائي صهیونیسټي د ښمنانو په وړانډې مقاومت وکړي او د مظلومو فلسطینیانو او د اسلامی هیوادونو ددفاع لپاره سره یو موټی شي.
دا هم د تهران جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپل اینټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي؛ د ایران د اسلامی جمهوریت خاجه وزیر عباس عراقچي د اردن دخارجه وزیر د وروستیو څرګندونو په ځواب کې هغه ته په خطاب کې په زغرده وئيلي دي، اسلامی ایران د درستو عربو هیوادونو د مځکنۍ بشپړتیا د احترام او د اسلامی هیوادونو دحریم د خلاف ورزیو په ځواب کې پر امریکائي پوځي مرکزونو او د ترهه ګرئ پر اډو سخت ګوزارونه کوي، نو آیا تاسو راته وئیلی شئ چې ایران تیریګرو ته دځواب ورکولو لپاره باید څومره منتظر ووسي؟.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،د امریکانیویارک خپرونې ایشوا کړې ده چې ډونالډټرمپ د ایران په ضد په جنګ کې بندون ته رسیدلی او اوس نه پوهیږي چې بلاخره څه طریقه غوره کړي څو ل مینځه تللی حیثیّت بیا ورغوي ،خو داسې ښکاري چې لکه وخت ترې تیر شوی او د امریکا په عمومی افکارو کې ئې محبوبیّت تر ټولو ټيټې سوئې ته رسیدلی دی.
په داسې حال کې صهیونیسټي لابیانې او رسندوئي ټولنې له ایران سره ځمکني جنګ ته د امریکا د لمسَولو هڅې ک،ي، خبری رسانئد سیمه ایزو مینځګړو په تیره بیا پاکستان ،عمان او قطر ،یوې احتمالي موافقې ته د رسیدا په خاطر د تهران واشنګټن ترمینځ د اټکل شوو خبرواترو دبیرته پيلیدا په موخې سره د یوه نوي چوکاټ د برابرولو لپاره خپلې هڅې لازیاتې کړي دي.
د لبنان په پارلیمان کې د حزب ا... غورځنګ فریکشن په یوې اعلامیې کې په زغره وئيلي دي، وحشي صهیونیسټي رژيم د چارچوب له موافقې څخه د خپلو جنایتونو د دوام لپاره د یوه پوښښ په توګه استفاده کوي.
د هیګ د جنائي نړیوالې محکمې په خبرتیا کې د نړیوال حقوقي نظم د کمزوري کولو لپاره د امریکا د سپيرو هڅو په باب خبرداری ورکړل شوی دی.
دعراق د حکومت ویندوي حیدر العبودي ووئيل، ددغه هیواد حکومت په ملګروملتو کې د الحشد الشعبی مبارز ځواک پر مرکز او څانګو باندې د عربستان دحملې په باب شکایت ثبت کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویندوي طاهر اندرابي ویلي چې د اسلاماباد حکومت د افغانستان په اړه د چین د رول او د پاکستان او د افغانستان د طالبانو د حکومت ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د بیجینګ د هڅو هرکلی کوي.
دغې ورځپاڼې په یوه تحلیل کې لیکلي دي،د امریکا په جنګ وزارت، پنتاګون کې د عامو وګړو د زیانونو د ارزونې پخواني مسؤل ویلي چې امریکا په ایران کې عام خلک په قصدي ډول په نښه کوي.
ویس جي براینټ چې مخکې په پنتاګون کې د عامو وګړو د زیانونو د ارزونې مسؤل و او اوس د جنګي جرمونو او جنایتونو د شنونکي په توګه فعالیت کوي، له الجزیره ټیلوېژني چینل سره په خبرو کې د ایران په جنوب کې د واده په مراسمو د امریکا د برید په اړه د واشنګټن کړنې په کلکه وغندلې.
براینټ وئيلي دي، دغه برید په امریکا کې د دفاع وزارت او د ټرمپ د حکومت د حاکمو اخلاقي او حقوقي معیارونو ښکارندويي کوي.
قدرمنو دوستانو اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو نننیو مطبوعاتو ته چې مونږ هم له انټرنیټه راخستي او له تاسو سره ئې شریکوو، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي.
هشت صبح په خپل انټرنیټي سایټ کې لیکلي دي، د افغانستان د طالبانو د حکومت اړونده وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، پرون ۲۶۲ کورنۍ چې ټول ۱۱۶۲ کسان کېږي، له پاکستانه د بېلابېلو لارو په وسیله په جبري توګه افغانستان ته لیږدول شوي دي.
د ا فغادنستان د طالبانو حکومت د ویندوي مرستیال حمدا... فطرت نن په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې یوازې د تورخم له لارې ۱۳۴ کورنۍ چې ۶۶۲ کسان پکې شامل دي، افغانستان ته ستانه کړئ شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، اووه کورنۍ د سپینبولدک له لارې، ۹۶ کورنۍ د نیمروز له لارې او ۲۵ نورې کورنۍ هم د اسلامکلا له لارې افغانستان ته بیرته ګرځيدلي دي.
ورځپاڼې لیکلي دي؛دا په داسې حال کې چې خپل هیواد ته د کډوالو د جبري ستنېدو دوام د هغوی د بشري وضعیت، سرپناه او اساسي خدمتونو ته د لاسرسي او په افغانستان کې د ستنېدونکو کورنیو د راتلونکي په اړه ګڼې اندېښنې راولاړې کړې دي.
ملګري ملتونو په یوې وروستۍ خبرتیا کې وئیلي دي، د ناورينونو له امله د ۲۵۸ میلیونو ماشومانو او تنکیو زلمیانو زدهکړې ګډوَډې شوې دي
د پکتیکا اوسېدونکو په خپل لګښت یو روغتیايي مرکز او یو پل جوړ کړی
دا هم د افغانستان مسیر ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي،د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیحا...مجاهد وايي د افغانستان د ملي ګټو په پام کې په نیولو سره له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونو سره د ښو او پراخو اړیکو غوښتونکی دی.
د افغانستان بانک وايي، په هېواد کې کابو د پیسو ایستلو ۳۵۰اتومات ماشینونه (ایټياېم) فعال دي او د دغو ماشینونو د شمېر زیاتولو هڅې روانې دي.
د بلخ د سوداګرۍ خونې د مشر محمد ابراهیم غضنفر په مشرۍ او د غضنفر ګروپ د مشرانو په ګډون یوه افغان پلاوي د ازبکستان د نمنګان له والي شوکتجان عبدالرازقاوف سره کتلي او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت په یوې اعلامې کې وئيلي دي، د پنجاب صوبې په چکوال سیمې کې د یو شمېر افغان کډوالو د مالونو د نیلام کولو موضوع ئې له اړوندو پاکستانيو ادارو سره شریکه کړې ده.
او د آریانا افغان هوايي شرکت ویندوي عزتا.... ذکي وايي، د کندهار نړیوال هوايي ډګر او دوبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې له جمعې ورځې پیل شوي دي. د نوموړي په وینا، دغه الوتنې د منظم مهالوېش له مخې ترسره کېږي او د کندهار سوداګرو، محصیلینو او ترانزیټي مسافرو ته به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. هغه زیاتوي، د دغې هوايي لارې په فعالېدو سره به د کندهار او د دوبۍ د نړیوالو بازارونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې هم پیاوړې شي.
او د افغانستان په جگړه ځپلو سیمو کې د بیارغونې په پڅو کارونو بحث کړی دی.
ورځپاڼې لیکلي، په تېرو شلو کلونو کې د نړیوالې ټولنې پر کلکې پاملرنې او همکارۍ سربېره په هېواد کې ځینې سیمې له پاملرنې غورځول شوې، چې دغه سیمې هم جګړو ځپلې، هم د سیمو خلکو ژوند له ستونزو ډک و او د بیارغونې له بهیره پاتې شوي دي .
ژباړن!(سیماب)
**************************************************************************************************************************************************************************