طالبان د سیلابونو د احتمالي رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177780-طالبان_د_سیلابونو_د_احتمالي_رامنځته_کېدو_په_اړه_خبرداری_ورکوي
طالبانو اعلان کړی چې د ناڅاپي بارانونو له امله به د افغانستان د ځینو سیندونو د اوبو کچه لوړه شي.
(last modified 2026-09-07T03:46:24+00:00 )
Sep 07, 2026 08:09 Asia/Kabul
  • طالبان د سیلابونو د احتمالي رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکوي

طالبانو اعلان کړی چې د ناڅاپي بارانونو له امله به د افغانستان د ځینو سیندونو د اوبو کچه لوړه شي.

د فارس خبري اژانس په لیکنه، د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان کړی چې د روان کال د وږي له ۱۵مې تر ۱۶مې نېټې پورې د افغانستان په ځینو اوبو‌لرونکو سیمو کې د اوبو کچه لوړېږي او د سیلابونو د راوتلو احتمال شته.

د دغه وزارت د وړاندوینې له مخې، د پکتیا، لوګر، میدان وردګ، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو په سیندونو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سیلابونو د رامنځته کېدو احتمال شته.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د یادو سیمو له خلکو غوښتي چې د سیلابونو د راوتلو یا د اوبو د کچې د لوړېدو پر مهال د سیندونو غاړو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې په افغانستان کې څو مرګوني سیلابونه راغلي چې د دغه هېواد خلکو ته یې د پام وړ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.