د ۴۰ډالریزو تیلو په هکله د بسنټ ګمانونو ته د قالیباف غبرګون
پارس ټوډی- د ایران د اسلامي شورا مشر د ۴۰ ډالري تیلو په هکله د سکاټ بسنټ د خیالي پلاونو په ځواب کښې ولیکل: له الوت کولو مخکښې انجڼ ښه ګرموه!
پارس ټوډی د تسنیم خبري آژانس په حواله لیکلي چې د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) مشر محمد باقر قالیباف پرون یکشنبه د ۴۰ ډالري تېلو په اړه د «بسنت» د خیالپردازیو په ځواب کې، په ټولنیزې شبکې «ایکس» کې په خپله شخصي پاڼه یو طنزیه انځور خپور کړ، چې پکې نوموړی د الوتنې پر مهال او بیا سر د لاندې د سقوط په حالت کې ښودل شوی دی.
قالیباف په خپل پوسټ کې لیکلي:
«د ټوپ وهلو لپاره چمتو شه؛ خو له ټیکآف مخکې باید پر دغو څو مواردو ځان ښه تود کړې:
په امریکا کې د ډیزلو بیه د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده؛ اوس وخت دی چې یو فکر ورته وکړې!
جاپان چې د امریکا قرضې د دولتي بانډونو تر ټولو لوی لرونکی دی، په پراخه کچه د دغو بانډونو په پلورلو بوخت دی. د جاپان د دغې اقتصادي تګلارې له امله چې د ډالر په زیان ده، وخت به دې ښه په خوشالۍ تیر شي!
ناروې چې د نړۍ تر ټولو لوی ملي شتمن صندوق لري، د ۸۰ میلیارد ډالرو په ارزښت امریکايي بانډونه پلوري. ښه به دا وي چې د ناروې نوم هم د امریکا په څېر په «Americaway» ته بدل کړې، لکه څنګه چې یې د کاناډا له اونټاریو جهيل سره وکړل، څو لږ تر لږه یو اغېزناک کار دې کړی وي!
د امریکا د جګړې وزارت له خوا د نویو ځواکونو د جذب کچه په چټکۍ سره راټیټه شوې او د بشري ځواک له کمښت سره مخ شوي یاست. یو څه وکړه؛ کېدای شي د اسرائیلو له هغه وړاندیز شوي پلان څخه ګټه واخلې چې له مخې یې امریکايي ځوانان د خپلو پورونو د معافۍ په بدل کې پوځ ته جذبېږي!
په پای کې دا هم د یادونې وړ ده چې د امریکا د فدرال ریزرو د پیسو سیاست کمېټې غړو د خطر سره څراغونه بل کړي او په راتلونکي کې د انفلاسیون د بهیر او د سود د کچې د لوړولو په اړه خبرې کوي؛ هغه څه چې د خزانې وزارت له تګلارې سره په ټکر کې دي.
عجیبه وضعیت دی!»