امریکې افغان پناه‌غوښتونکي ګویانا ته ولېږدول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i177782-امریکې_افغان_پناه_غوښتونکي_ګویانا_ته_ولېږدول
د ټرمپ حکومت هغه افغان کډوال چې په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوي وو، ګویانا ته لېږلي دي.
(last modified 2026-09-07T03:50:08+00:00 )
Sep 07, 2026 08:17 Asia/Kabul
  • امریکې افغان پناه‌غوښتونکي ګویانا ته ولېږدول

د ټرمپ حکومت هغه افغان کډوال چې په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوي وو، ګویانا ته لېږلي دي.

د فارس خبري اژانس د اسوشیټېډ پرېس په حواله راپور ورکړی چې امریکا شپږ کډوال، چې د افغانستان او کیوبا اتباع هم پکې شامل دي، د جنوبي امریکا په شمال ختیځ کې پروت هېواد ګویانا ته لېږدولي دي.

د ګویانا د بهرنیو چارو وزیر رابرت پرسود ویلي چې دغه کسان جرمي سابقه نه لري او په امریکا کې د کډوالۍ اړوندو مسئلو له امله دې هېواد ته لېږدول شوي دي.

دغه کسان به د لنډې مودې لپاره په ګویانا کې پاتې شي او له هغې وروسته ښايي خپلو هېوادونو یا یوه درېیم هېواد ته ولېږدول شي.

ټرمپ له بیا واک ته رسېدو وروسته د افغان کډوالو پر وړاندې سخته تګلاره غوره کړې ده.