د پاکستان پوځ په شمالی وزیرستان کښې په سل هاو ترهګر وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i6733-د_پاکستان_پوځ_په_شمالی_وزیرستان_کښې_په_سل_هاو_ترهګر_وژلی
د پاکستان پوځ په تیرو دوو میاشتو کښې په شمالی وزیرستان کښې د سل هاو ترهګرو د وژل کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2016 14:56 Asia/Kabul
  • د پاکستان پوځ په شمالی وزیرستان کښې په سل هاو ترهګر وژلی

د پاکستان پوځ په تیرو دوو میاشتو کښې په شمالی وزیرستان کښې د سل هاو ترهګرو د وژل کیدو خبر ورکړ.

د ډان خبری سایټ د خبر له مخې د پاکستان پوځ نن په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د روان کال په فرورۍ میاشت کښې د ضرب عضب عملیاتو د وروستۍ مرحلې له پیله تراوسه پورې په شمالی وزیرستان کښې لږترلږه ۲۵۲ کسان وژل شوی دی.

د دې بیانیې له مخې په دغو عملیاتو کښې چې د ۶۴۰ مربع کیلومیټرو په پراختیا یوه سیمه کښې ترسره کیږی، ۱۶۰ ترهګر زخمی شوی دی.

د پاکستان د پوځ د اعلان له مخې په شوال سیمه کښې د ترهګرو پټن ځایونه او د هغوی اربتاطی بیخ بیناوې ورانې شوې دی او زیاته اندازه وسلې او مهمات هم ترې نیول شوی دی.