باران او سیلاب په پاکستان کښې ۳۶ کسان ووژل
Apr 03, 2016 14:58 Asia/Kabul
د پاکستان په شمالی سیمو کښې د سختونو بارانونو په دوام کښې په خیبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان کښې د ودانیو د ښویدو او نورو پیښو کښې ۳۶ تنه وژل شوی دی.
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د پاکستان په شمالی سیمو کښې له تیرو کابو دوو اونیو راهیسې سخت بارانونه روان دی او په ځینو سیمو کښې په سیلاب بدل شوی دی.
له چین سره د پاکستان د نښلولو لویه لاره یعنې شاهراهِ قراقرم هم د ځمکې ښویدو له امله بنده شوې ده.
په تیرو دوو اونیو کښې د ودانیو د غورځیدو، تندر او سیلاب له امله په پاکستان کښې ګڼ کسان بې کوره شوی او وژل شوی دی.