د ګوادر او چابهار بندرونه د یو بل بشپړونکي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i67509-د_ګوادر_او_چابهار_بندرونه_د_یو_بل_بشپړونکي_دي
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایران چابهار او د پاکستان ګوادر بندرونه د سیمې د تجارت د پراختیا لپاره د یو بل بشپړونکي وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2018 16:38 Asia/Kabul
  • د ګوادر او چابهار بندرونه د یو بل بشپړونکي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایران چابهار او د پاکستان ګوادر بندرونه د سیمې د تجارت د پراختیا لپاره د یو بل بشپړونکي وبلل.

د ایرنا د خبر له مخې محمد فیصل نن په اسلام آباد کښې له کورنیو او بهرنیو خبریالانو سره په خپله اونیزه غونډه کښې، د ایران چابهار او د پاکستان ګوادر بندرونه د یوبل وروڼه وبلل او ویې ویل: دا دواړه بندرونه د تجارت، ارتباطاتو او سیمه ایز ټرانسپورټ په لړ کښې د یو بل بشپړونکي دي.

هغه له ایران سره د پاکستان د اړیکو په تشریح کولو سره وویل چې د دواړو هیوادونو خارجه وزیرانو تر ۲۰۲۱ کاله پورې د سوداګري پلاوو د تبادلې، د بینکي اړیکو د ټینګولو، د تجارتي نندارتونو د جوړولو او په ټیرفي او غیرټیرفي خنډونو د غور له لارې تر پنځو میلیارډ ډالرو د دوه اړخیز تجارت د زیاتولو لپاره د څو چنده هلوځلو ژمنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همداشان د سیمه ایز امنیت د حالاتو او نړیوالو مسائلو په هکله د ایران او پاکستان د خارجه وزیرانو ترمینځ د شویو سلامشورو په بیانولو سره وویل: دواړه هیوادونه د افغانستان د مسئلې د صلحه ایز هواري او په دغه هیواد کښې د صلحې او ثبات د پایښت ملاتړي دي.

محمد فیصل په عین حال کښې وویل چې د ایران او پاکستان اسلامي جمهوریتونه د خپلو ارمانونو د پوره کولو لپاره د  فلسطین د ولس او د کشمیر د خلکو د مقاومت ملاتړي دي.