د پاکستان په بلوچستان کښې د ترهګرو خلاف عملیات دوام لری
Apr 04, 2016 00:35 Asia/Kabul
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د ترهګرو په پټن ځاې باندې د پوځیانو په برید کښې دوه ترهګر ووژل شول.
د ریډیو پاکستان د خبر له مخې د دغه هیواد پوځ پرون وویل چې د بلوچستان صوبې په قلات سیمه کښې د پاکستانی ځواکونو په پراخو عملیاتو کښې چې له ترهګرو سره د نښتې سبب شول، دوه ترهګر هلاک شول.
د پاکستان پوځ همداشان په بلوچستان صوبه کښې د زیاته اندازه وسلو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی.
د پاکستان پوځ په تیر یو کال کښې د هیواد په مختلفو سیمو کښې د ترهګرۍ خلاف ګڼو عملیاتو کښې درې نیم زره ترهګر وژلی او دولس زره نور یې ژوندی نیولی دی.