ملاله یوسفزۍ په څلور ورځې سفر پاکستان ته رسیدلی ده
Mar 29, 2018 00:04 Asia/Kabul
-
ملاله طالبانو په ۲۰۱۲ میلادي کال کښې په سوات سیمه کښې په ډزو ویشتلي او سخته یې ژوبله کړي وه .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان د نوبل جایزې ګټونکی انجلۍ ملاله یوسفزۍ په څلور(۴) ورځې سفر خپل هیواد پاکستان ته رسیدلی ده .
پاکستان دنوبل جایزې ګټونکی شل(۲۰) کلنه انجلۍ ملاله یوسفزۍ خپل هیواد ته په څلور ورځنی سفر کښې له لومړی وزیر شاهد خان عباسی سره هم کتنه وکړی .
له ملاله یوسفزۍ سره په دغه سفر کښې خپل پلار او مور هم ورسره دی او هغه د اسلام اباد له بې نظیر هوایی ډګر څخه په ډیرو امنیتی تدبیرونو کښې حکومتی میلمستون ته بوتلل شوه .
هغه په پاکستان کښې د بشری حقوقو او د ښځو د زده کړې یو(۱) ستره پلوی ده او طالبانو په ۲۰۱۲ میلادی کال کښې په سوات سیمه کښې په ډزو ویشتلی او سخته یې ژوبله کړی وه .
ټیګونه