څلور نوی زره پاکستانیان د اېډز په وائرسو ککړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i6829-څلور_نوی_زره_پاکستانیان_د_اېډز_په_وائرسو_ککړ_دی
د پاکستان د اېډز بیمارۍ د کنټرول د ملی طرحې رسمی چارواکو وویل چې د دغه هېواد تقریباً څلور نوی زره کسان د اېډز په اېچ ائی وی وائرسو ککړ دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2016 12:31 Asia/Kabul
  • څلور نوی زره پاکستانیان د اېډز په وائرسو ککړ دی

د پاکستان د اېډز بیمارۍ د کنټرول د ملی طرحې رسمی چارواکو وویل چې د دغه هېواد تقریباً څلور نوی زره کسان د اېډز په اېچ ائی وی وائرسو ککړ دی.

د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې له دغو کسانو څخه څه د پاسه څوارلس زره تنه په خاصو طبی مرکزونو کښې رجسټر شوی دی او تقریباً اوۀ نیم زره کسان تر علاج معالجې لاندې او معالجاتی خدمتونه ترلاسه کوی.

همدارنګ د اېډز د کنټرول د ملی طرحې په قالب کښې یو شمېر خاص مرکزونه له والدېنو څخه فرزندانو ته د دغه وائرسو له منتقلېدو څخه مخنیوے په غاړه لری.

د ثبت شویو شمېرو له مخې په پاکستان کښې تر اوسه تقریباً پینځۀ زره تنه د دغې هلاکوونکې بیمارۍ له لاسه مړۀ شوی دی.

----------