د پاکستان د شيعه ؤ د وژلې په خلاف پرلت غزونه
د پاکستان سياسي او مذهبي ګوندونو د دغه هېواد د شيعه د وژلې په غندلو سره چې د ترهه ګرو ډلو د حملو په مخنيوي کښې د اسلام آباد د حکومت په ناکامۍ نيوکه وکړه.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان د بلوچستان صوبې خلقو په تېرو اتو ورځو کښې د شيعه ؤ په وژلې باندې په اعتراض کښې په کوئټه ښار کښې پرلت غزونه شروع کړه او د ترهه ګرو د نيولو او سزا کولو غوښتنه يې وکړه.
پرلت غزونکو خبردارے ورکړ چې تر هغه وخته چې د پاکستان د فوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه د هغوي غوښتنې او مطالبې ونه مني دغه پرلت غزونې ته به دوام ورکړي.
له بلې خوا د پاکستان مجلس وحدت مسلمين، شيعه علماء کونسلو بلوچستان شيعه کانفرنس، شورای عزاداري او نورو سياسي او مذهبي ګوندونو په يوې بيانيه کښې وويل، د دغه هېواد حکومت نه يوازې د ترهه ګرو ډلو د حملو په بندولو کښې ناکامه پاتې دي بلکه د شيعه په جوماتونو، امامباړو او مذهبي ځايونو حملې نورې هم زياتې شوې دي.
له دې مخکې هم د پاکستان د سياسي او مذهبي شخصيتونو د اسلام آباد حکومت د ترهه ګرو ډلو له حملو سره په مقابله کښې په کوتاهۍ تورن کړے ؤ.
ترهه ګرو په تېرو ورځو کښې په کوئټه ښار کښې په شيعه ؤ باندې ډزې وکړې چې له امله يې يو کس ووژل شو او يو بل ژوبل شو.
د جماعت الاحرار، سپاه صحابه ، لشکر جهنګوي په شمول تقريباً شل ترهه ګرې ډلې په پاکستان کښې فعالې د ي او د عامه خلقو او شيعه ؤ په وژله او د مذهبي مقدساتو په بې حرمتۍ کښې رول لري.