په پاکستان کښې پولیس ددینی مدرسو د بودجو تحقیق کوی
د پاکستان پولیسو په پنجاب صوبه کښې د دینی مدرسو د بودجې دڅیړنې لپاره د ۲۷ افسرانو د روزنې خبر ورکړ.
زمونږ خبریال وایی دې افسرانو ته د پاکستان په پنجاب صوبه کښې د دینی مدرسو د بودجې د برابرولو د طریقو او د هغو د لګولو د څرنګوالی د څیړلو روزنه او ټریننګ ورکړی شوی دی.
خبر زیاتوی چې په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار له دې مخکښې ویلی وو چې د دغه هیواد په قبایلی سیمو کښې دینی مدرسې د ترهګرو د روزنې اوټریننګ په مرکزونو بدلې شوې دی.
د ویلو ده چې له شوروی سره د افغانستان د جنګ له پیلیدو وروسته پاکستان ته د افغانانو د مهاجرت وروسته سعودی عربستان په پاکستان کښې د وهابت په تفکر سره په زرهاو دینی مدرسې جوړې کړې دی.
دغه مدرسې چې د تحصیل لپاره له زده کونکو پیسې نه اخلی، د ترهګرو ډلو د جوړولو او تندلارو افکارو د روزنې په مرکزونو بدلې شوې وې.