دپاکستان په کویټه کښې امنیتی تدبیرونه زیات شوی
-
امنیتي ځواکونه د ټولو کلیساو د امنیت دتامینولو جوګه دي او پولیس هم په عیسايي میشته کوڅو کښې ګزمې کوي .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د بلوچستان دمرکز کویټه ښار د پولیسو قوماندان محمد زبیر ددغه ښار له عیسایانو وغوښتل له خپلو کورونو بهر مه وځی .
د کویټه ښار د عیسایانو د کلیسا مشر سیمون بشیر نن وویل د پولیسو قوماندان محمد زبیر په رسمی ډول له مونږ څخه غوښتی دی د خپل ژوند دساتلو لپاره له کورونو مه وځی .
د پاکستان دکویټه ښار د پولیسو قوماندان محمد زبیر وویل امنیتی ځواکونه د ټولو کلیساو د امنیت دتامینولو جوګه دی او پولیس هم په عیسایی میشته کوڅو کښې ګزمې کوی .
نا څرګندو وسله والو چې په موټرسائیکل سپاره وو وړمه ورځ د بلوچستان صوبې مرکز کویټه ښار ته نږدې په عیسی نګری سیمه کښې په یوې(۱) کلیسا کښې په عیسایانو ډزې وکړې او یو(۱) کس یې وواژه او اوه(۷) نور یې ژوبل کړل .
داعش ترهګرې ډلې ددغه حملې مسولیت پرغاړه اخیستی دی .