د افغانستان او دپاکستان جنګونه د اړیکو د پراختیا خنډ دی
-
د کابل حکومت په سرحدونو کښې د هرډول تاسیساتو له جوړولو سره مخالفت کوي .
دافغانستان او دپاکستان د چارو سیاسی کارپیژاند او مشهور خبریال رحیم الله یوسفزی په اسلام اباد کښې له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل د اسلام اباد او دکابل ترمینځ وروستی جنګونه د دواړو هیوادونو داړیکو په عادی کیدا کښې خنډ دی .
هغه د پاکستان او د افغانستان د سرحدی اختلافاتو په حل ټینګار سره وویل د دواړو هیوادونو لوړرتبه چارواکی د اړیکو دعادی کولو لپاره لومړۍ باید سرحدی اختلافات هوار کړی .
رحیم الله یوسفزی په دې خبرې سره چې د افغانستان او دپاکستان ترمینځ سرحدی جنګونه په یوې (۱)عادی چارې بدل شوی دی وویل اسلام اباد د ورانکارو عناصرو او دترهګرو د تګ راتګ دمخنیوی لپاره غواړی په ګډو سرحدونو کښې ازغن جال نصب کړی او نورو امنیتی تدبیرونه غوره کړی خو د کابل حکومت په سرحدونو کښې د هرډول تاسیساتو له جوړولو سره مخالفت کوی .