په پاکستان کې دخپلو حقوقو غوښتل ولې جرم حسابیږی ؟
دپاکسان رسانیو د پښتون دنجات غورځنګ (پی ټی ایم) دسوله ایزو خوخښتونو له هماغه پیلیدا راهسې دغو سترو غونډو ته پوښښ نه دی ورکړی او وئیل کیږی چې دوی دغه کار د پآکستان دپوځ دحکم په اساس کوی .
دپاکستان د پښتنو د ژغورنې غورځنګ یا (پښتون تحفظ مومنټ) مشران وائی څوک چې په پاکستان کې دخپلو روا حقوقو غوښتنه کوی ، نو د دغه هیواد دپوځ دځینو ادارو له خوا وژل کیږی .
زمونږخبریال راپور راکړ د پاکستان د پښتون دنجات غورځنګ مشر منظور پښتون وائی څوک چې په پاکستان کې د خپلو حقوقو د احقاق لپاره چغې پورته کوی ،نو د دغه هیواد دپوځ له خوا شکنجه ،برمته ا و یا وژل کیږی.
منظور پښتون د غه څرګندونې وړمه ورځ دپاکستان دپنجاب صوبې په مرکز لاهور کې په یوې غونډې کې پخپلې وینا کې کړی ا و وئیلی ئې دی ، د پنجاب صوبائی حکومت د دغې سوله ایزې غونډې اجازت نه ورکاوۀ، د دغې غونډې ترسره کونکی ځینی مسئولان ئې دشپې مهال نیولی وو ، خو بیرته ئې سهار خوشی کړل. هغه همداراز دپاکستان پر رسنیو هم سخت ټکونه کړی او وئیلی ئې دی ، دهغوی د مخالفانو ادعاګانو او تورونو ته خبری پوښښ ورکوی ، خو دوی یعنی پښتانۀ چې چې د خپلو حقوقو داحقاق چغې پورته کوی ، دوی ته یوه دقیقه وخت هم نه ورکوی .
دیادونې وړ ده چې دپاکسان رسانیو د پښتون دنجات غورځنګ (پی ټی ایم) دسوله ایزو خوخښتونو له هماغه پیلیدا راهسې دغو سترو غونډو ته پوښښ نه دی ورکړی او وئیل کیږی چې دوی دغه کار د پآکستان دپوځ دحکم په اساس کوی . منظور پښتون همداراز په لاهور کې په سترې غونډې کې پخپلې وینا کې ډپاکستان پر پوځ غږ کړی ، باید دخپلو ظلم اوکړاؤ لړۍ دې پای ته ورسوی او خلکو ته دې خپل حقوق ورکړی . هغه دغه راز وئیلی دی ، دپاکستان پوځ ځینی کړۍ ، خلک د پیسو د ترلاسه کولو لپاره برمته کوی ،شکنجه کوی ئې، یا ئې وژنی او یا ئې هم پر نورو هیوادونو خرڅوی ،خو کله چې دهغوی په مقابل کې څوک دخپل حق چغې پورته کوی، نو بیا ئې د خائن او جاسوس په ناموسره تورنوی .
دیادونې وړ د ه چې پاکستان د ملی احتساب ادارې (احتساب کمیشن ) مشر جاوید اقبال څه موده مخکې د دغه هیواد ولسی جرګې په یوه کمیشن کې وئیلی وو ، چې دپاکستان پخوانی د یکتاتور ولسمشر جنرال پرویز مشرف څه دپاسه څلور زره کسان د ډالرو په بدل کې پر امریکا او نورو هیوادونو خرڅ کړی دی .
ویل کیږی ، په لاهور کې د دغې سترې غونډې ګډون کونکودخپلو کورنیو دهغو غړو تصویرونه چې بې درکه شوی او یا هم د استخباراتی ادارو له خوا تښتول شوی او نامعلومو ځایونو کې ساتل کیږی ، له ځانو سره درلودل. منظور پښتون د یوه پښتون ځوان نقیب ا.. مسعود یادونه هم وکړه چې په کراچۍ کې د پولیسو د مسئول مقام په لاس وژل شوی ؤ او دخپلې وینا په دوام کې ئې ووئیل،هغه بې ګناه ووژل شو،او وروسته تورن شو چې ترهه ګر ؤ . هغه زیاته کړې ، پر ما ، دماپر پلار ،ترونو او د کورنۍ پر نورو غړو هم همداشان تورونه لګول کیږی . دهغه په وینا دپآکستان داساسی قانون په اساس ،څوک چې ونیول شی ، نو باید په څلورویشتو ساعتونو کې محکمې ته ورمعرفی شی ، خو پوځیان پخپل سر ، خلک نیسی او تر کلونو پورې ئې په بندونو کې ساتی ، یا ئې هم له کومې محکمې پرته شکنجه کوی او وژنی ئې .
دتهران پښتو خپرونې په دې باب دپاکستان مشرانو جرګې دیوه پخوانی غړی او د دغه هیواد پښتونخواملی عوامی ګوند دیوه مشر رضا محمد رضا نظر دټیلیفون له لارې پوښتلی چې هغه هم په ځواب کې د منظور پښتون په مشرۍ دپښتنو د ژغورنې دغورځنګ په ملاتړ سره وئیلی دی ، پاکستان چې دغلطو سیاستونوپه خاطر ، هم له بهرنیو ګواښونو سره مخامخ دی او هم له داخلی ترینګلتیاؤ سره لاس اوګریوان دی ، او ورځ تربلې دغه مشکلات لاپسې زیاتیږی ، او لازیات عام خلک په تیره بیا پښتانۀ د ترهه ګرو ډلو له خوا په تیرو اولسو کلونو کې سخت ځپل شوی دی ، او له بل پلوه پوځ او دپوځ استخباراتی اداره آئی ایس آئی هم پرې ظم او کړاؤنه کوی ، نوکه کوم پښتون پخپل حق پسې شی او یا د ظلم او کړاؤ په مقابل کې دحق چغه پورته کړی ، نو دپوځیانو له خوا له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورنیږی ، ځپل کیږی او یا هم بې درکه کیږی ، لکه څنګه چې په تیرو اولسو کلونو کې په قبایلی سیمو کې زیاتره قبایلی مشران او سپین روبی بې درکه شوی اویا هم وژل شوی دی . درضامحمد رضا په وینا، په پاکستان کې ټاکل شوی حکومت له خپلې خوا هیڅ اختیارات نه لری ، د هیواد ټوله سترې فیصلې او چارې په تیره بیا بهرنی سیاست په بشپړ ډول دپوځ په لاس کې دی . نو پر دې اساس ، دپښتون دنجات غورځنګ د ځوانانو له خوا د خلکو په تیره بیا د پښتنو د حقوقو په سوله ایز ډول دغوښتنې په چوکاټ کې جوړ شوی او د پاکستان له حکومت اوپوځه غواړی ، چې د بې درکه شوو په زرګونو خلکو برخلیک دې روښانه کړی،که مجرم وی ، نو محاکمه اوسزادې ورکړی او که مجرمان نه وی ،نو بیا دې ئې خوشی کړی ،څو دخپلې کورنۍ په مینځ کې په آرام سره ژوند وکړی.
(لیکوال :عاشق حسین طوری )