پاکستان د ډنډپټان لاره تړلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i69828-پاکستان_د_ډنډپټان_لاره_تړلی
د افغانستان چارواکې وایی چی د ډنډپټان لاره د سوداګرو په وړاندی تړلی او دا ددی ورورسته شوی چی همدی سرحدی سیمه کې ځینی پاکستانې نظامی تاسیسات افغان ځواکونو ته وسپارل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2018 13:04 Asia/Kabul
  • پاکستان د ډنډپټان لاره تړلی

د افغانستان چارواکې وایی چی د ډنډپټان لاره د سوداګرو په وړاندی تړلی او دا ددی ورورسته شوی چی همدی سرحدی سیمه کې ځینی پاکستانې نظامی تاسیسات افغان ځواکونو ته وسپارل شول.

د افغان حکومت په وینا دا نظامی تاسیسات د پاکستانی پوځیانو له لوری د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته جوړ شوی وو، خو د طالبانو پرضد له عملیاتو وروسته دا سیمه، افغان حکومت په ولکه کې واخیستله.

د پکتیا د سوداګرۍ د خونو رئیس«عبدالنصیر عالمیار» په وینا د ډنډپټان لارې په تړل کېدو سره د کرښې دواړو غاړو ته لسګونه لارۍ موټرې چې په سوداګریزو مالونو بار دی، د لارې د خلاصېدو په تمه ولاړې دی.

د سوداګرۍ د خونو رئیس ښاغلی عالمیار همدارنګه وویل، چې د دې لارې د خلاصېدو په اړه د دواړو غاړو د سوداګرو او چارواکو ترمنځ خبرې شوې، خو ظاهراً تر اوسه کومې نتیجې ته نه دی رسیدلی.

د ډنډپټان لاره یوه غیر رسمی ترانزیټی لاره ده، چې د تورخم او سپین بولدک لارو په څېر، پرې سوداګریز مالونه انتقالېږی. د پکتیا، لوګر، غزنی او د ځینو نورو ولایتونو یو شمېر سوداګر، له دې لارې واردات او صادرات لری.