د پاکستان په کویټه ښار کښې دوه ترهګرې چاودنې وشوې
Apr 24, 2018 13:31 Asia/Kabul
د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي چې د چاودنې په ځاې کښې اول ډزې وشوې او بیا ځانمرګو بریدګرو خپل چاودونکي مواد وچاودول.
د پاکستان د بلوچستان صوبې د مرکز کویټې ښار میا غونډۍ ته څیرمه په شویو دوو چاودنو کښې دوه امنیتي ځواکونه وژل شوي او شپږ نور زخمي شول.
د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي چې د چاودنې په ځاې کښې اول ډزې وشوې او بیا ځانمرګو بریدګرو خپل چاودونکي مواد وچاودول.
خبر زیاتوي چې دوو وسله والو وړومبۍ د امنیتي عسکرو مرکز سره نزدې ډزې وکړې خو د امنیتي عسکرو د ډزو په ځواب کښې دواړو بریدګرو خپل جیکټونه وچاودول.
ټیګونه