ایران پاکستان ته دبریښناصادرات نور هم زیاتوی
دپاکستان ګوادر بندر او دایران چابهار بندر د دواړو هیوادونو په اقتصادی پراختیا او رونټیا کې مهم رول لری . چې باید دواړه هیوادونه ترې سمه استفاده وکړی .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د بریښنا د ځواک د تولید،منتقلونې او ویشل کیدا دشرکت (توانیر) مرستیال مجید فرامند او د پاکستان د بریښنا دچارو مرستیال وزیر عامد احمد ، پاکستان ته دایران څخه د بریښنا د صادراتود زیاتولو موافقه لاسلیک کړه .
راپور ښئ د دغې موافقې په اساس چې په اسلام اباد کې لاسلیک شوې ، له ایرانه پاکستان ته د بریښنا د صادراتو اندازه ، له سلو تر دوو سوو میګاواټ ته زیاتیږی .
د دغې موافقې په اساس همداراز وټاکل شوه ، دایران او پاکستان د بانکونو ترمینځ له موافقې وروسته له ایرانه دپاکستان په جنوب لویدیځ ګوادر بندر ته د بریښنا دمنتقلولو پلان په دوو کلونو مودې کې اجرا شی .
دایران اسلامی جمهوریت عراقا او افغانستان ته هم بریښنا صادروی .
دپاکستان ګوادر بندر چې دایران له پولې سره کابو نوی کلومیټر فاصله لری ، دایران په جنوب ختیځ کې دچابهار بند بشپړونکی دی .
دپاکستان ګوادر بندر او دایران چابهار بندر د دواړو هیوادونو په اقتصادی پراختیا او رونټیا کې مهم رول لری . چې باید دواړه هیوادونه ترې سمه استفاده وکړی .