دپاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ او قبایلی جرګې خبرې وکړې
-
د پاکستان د قبایلي جرګې غړي به په راتلونکي پړاو کښې له استخباراتي او حکومتي ادارو سره کتنه وکړي چې د پښتون تحفظ دغورځنګ غوښتنې ورته مطرح کړي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دپښتون تحفظ غورځنګ او قبایلی جرګې د خبرواترو د دوام په اړه موافقه وکړه .
د پاکستان له خیبر قبایلی سیمې څخه د پارلمان دغړی حاجی شاه جی ګل په کور کښې د پښتون د تحفظ غورځنګ او د قبایلی جرګې دغړیو ترمینځ یوه غونډه وشوه او پکښې ژمنه وشوه چې دخبرو اترو پروسې ته به دوام ورکړی .
په دغه غونډې کښې د پشتون تحفظ غورځنګ استازی توب ددغه غورځنګ مشرانو منظور پشتون ، محسن داوړ او بلال محسود کاوه او دقبایلی جرګې استازی توب هم دټولو قبایلی سیمو د پارلمان استازیو او دهرې قبایلی سیمې دو(۲) دوو حکومت پلوه قومی مشرانو کاوه او دغه راز د سرحدی سیمو ځینو مشرانو، صوبایی وزیر شاه فرمان او د نوازشریف د مسلم لیګ څانګې د پارلمان غړی ډاکټر عباد هم د خیبر پښتونخوا صوبې دحکومت او دفیډرال حکومت استازی توب کاوه .
د پاکستان د قبایلی جرګې غړی به په راتلونکی پړاو کښې له استخباراتی او حکومتی ادارو سره کتنه وکړی چې د پښتون تحفظ دغورځنګ غوښتنې ورته مطرح کړی .