په افغانستان کې دداعش شتون درسته سیمه ګواښی
پاکستان ، دافغانستان په جنګ کې دامریکا له دوکې وروسته پخپلې خاورې کې دترهه ګرو حملو دزیاتیدا شاهد دی او په تیرو څو کلونو کې په ترهه ګرو حملو کې د دغه هیواد څه دپاسه اویا زره کسان قربانی شوی او دغه بهیر هماغه راز د دغه هیواد خلک په جدی توګه ګواښی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ دپآکستان دفاع وزیر خرم دستګیر پرون ناوخته په چین کې د شانګهائی ملګرتیا موسسې دغړو هیوادونو ددفاع وزیرانو په ټول کې ووئیل په افغانستان کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې شتون ددرستې سیمې لپاره یوه جدی خطره ده .
هغه زیاته کړې ، دپاکستان امنیتی ځواک له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې په زرګونو کسان قربانی کړی دی او توانیدلی ، بریالی شی او افراط پالې ډلې نابودې کړی .
هغه زیاته کړې ، دشانګهائی ملګرتیا غړی هیوادونه باید خپلې ملګرتیاوې زیاتې کړی څو دترهه ګرو دفعالیتونو ورانکارې اغیزې کمې شی .