دپاکستان خارجه وزیر خواجه آصف هم بې صلاحیّته وګرځول شو
دپآکستان مسلم لیګ ن څانګې مشران وائی چې دغه ټوله فیصلې سیاسی دی او دنواز شریف دکورنۍ اودهغوی دملګرو له سیاسی دګره د حذفولو په موخې سره دی ، خو دپآکستان زیاتره سیاستوالان او ولس دپاکستان د سپریم کورټ اوهائی کورټ د دغه شان فیصلو تود هرکلی کوی .
زمونږخبریال راپور راکړ د پاکستان داسلام اباد لوړې محکمې یا هائی کورټ ن په یوې محاکمې کې د دغه هیواد اوسنی خارجه وزیر او دمسلم لیګ ن څانګې لوړپوړی چارواکی خواجه محمد آصف دصلاحیّت په ردولو سره هغه مادام العمر دپاکستان په سیاسی فعالیتونو کې له ګډونه منع کړ او بې صلاحیّته ئې اعلان کړ .
دپاکستان د تحریک انصاف ګوند یو مشر عثمان ډار داسلام اباد په هائی کورټ کې اپیل کړی ، چې خواجه آصف په دوبئ کې اقامت لری او د یوه شرکت کارکونکی دی او دا د پاکستان دله قانون سره توپیر لری او هغه دې بې صلاحیّته وګرځول شی .
دپاکستان سترې محکمې یاسپریم کورټ هم په همداوروستیوکې دپاکستان مستعفی او ټګ لومړی وزیر نوازشریف هم دمالی فساد او د رغلیو دتورونو په ثابتولو سره تل تر تله له سیاسی فعالیتونو بې برخې اوبې صلاحیته کړی دی .
داپه داسې حال کې دی چې دپآکستان مسلم لیګ ن څانګې مشران وائی چې دغه ټوله فیصلې سیاسی دی او دنواز شریف دکورنۍ اودهغوی دملګرو له سیاسی دګره د حذفولو په موخې سره دی ، خو دپآکستان زیاتره سیاستوالان او ولس دپاکستان د سپریم کورټ اوهائی کورټ د دغه شان فیصلو تود هرکلی کوی .