په پاکستان کښې بيا دوه شيعه ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i70086-په_پاکستان_کښې_بيا_دوه_شيعه_ووژل_شول
ناپېژندل شويو وسله والو کسانو د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کوئټه ښار کښې د دغه هېواد هزار قبيلې دوه تنه شيعه ووژل.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 28, 2018 15:02 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې بيا دوه شيعه ووژل شول

ناپېژندل شويو وسله والو کسانو د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کوئټه ښار کښې د دغه هېواد هزار قبيلې دوه تنه شيعه ووژل.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان د هزاره قبيلې دوه تنه شيعه  د کوئټې ښار په جمال الدين افغاني سړک کښې د ناپېژندل شويو وسله والو کسانو په ترهه ګريزه حمله کښې ووژل شول.

د پوليسو د وېنا له مخې د دغې ترهه ګريز حملې عاملان د دغو دوو تنو له وژلې وروسته د پېښې له ځايه وتښتېدل چې د هغوي د پېژندلو او نيولو لپاره د لټون عمليات شروع شوي دي.

د روان ميلادي له ابتداء نه تراوسه په بلوچستان صوبه کښې ۳۸ پاکستاني شيعه د ترهه ګريزو حملو هدف ګرځېدلي دي.

بلوچستان د پاکستان له ناامنو صوبو څخه دے چې تراوسه پکښې په سلګونو مسلمانانو په تېره بيا شيعه مسلمانان د داعش، سپاه صحابه ، لشکر جهنګوي او جماعت الاحرار په شمول د ترهه ګرو ډلو په حملو کښې وژل شوي دي.