دپاکستان پوځ د طالبانو قوماندانان شمالی وزیرستان ته بیولی
Apr 29, 2018 07:46 Asia/Kabul
-
دپاکستان پوځ د طالبانو دغو مشرانو ته دامن دکمیټیو په نوم د شمالي وزیرستان یوشمیر سیمې هم ورسپارلي دي .
زمونږخبریال وایی د پاکستان دپښتون د ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتون ویلی دی چې پوځ یو ځل بیا دطالبانو مشران شمالی وزیرستان سیمې ته وروستلی دی .
هغه ویلی دی چې دپاکستان پوځ د طالبانو دغو مشرانو ته دامن دکمیټیو په نوم د شمالی وزیرستان یوشمیر سیمې هم ورسپارلی دی .
دپاکستان پوځ تراوسه د پښتون تحفظ غورځنګ دمشر منظور پشتون ددغه ادعا په اړه کوم توضیح نه دی ورکړی .
دپاکستان شمالی وزیرستان له افغانستان سره سرحد لری او داسې سیمه ده چې په تیرو وختونو کښې د القاعده ،طالبانو او دحقانی ډلې په شمول ترهګرو ډلو پکښې زیات مرکزونه لرل .
ټیګونه